د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وویل، افغانستان باید د ثبات خوا ته د تلو لپاره د ښځو او نجونو له استعداد څخه ګټه پورته کړي.

هغې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان ښځو او بشري حقونو او اسلامي نړۍ کې یې د رول ارزښت په اړه د قطر چارواکیو سره څو ورځې د دغه هېواد پلازمینه دوحه کې بحث او خبرې کړي دي. د هغې په وینا، د قطر ښځینه مشرانې عمومي او سیاسي برخو کې چې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره کار کوي، د مسلمانو ښځو یوه ښکاره بېلګه ده.

مېرمن امیري زیاتوي چې د ښځو په چارو کې یې متحدانو او د قطر یو شمېر مسوولانو سره لیدلي او د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړې ارزښت او دې برخه کې یې د هڅو همغږي کولو په اړه خبرې کړي او هغوی هم د افغان ښځو او هنرمندانو ملاتړ ته ژمن دي.

د هغې په وینا، ټولیز درک دا دی چې افغانستان کې پرمختګ د ښځو، نجونو او خطر سره د وګړو له پرمختګ سره تړلی دی.

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې د افغانستان رباتیک ټیم سره هم لیدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغې په اند، دغه ټیم د افغان نجونو د پیاوړي استعداد او نوښت ښکارندويي کوي. د رینا امیري په وینا، د نجونو زده‌کړه د ټولنې هوسا کېدو او د اقتصاد پرمختګ سره مرسته کولای شي.

هغې همداراز ټینګار کړی چې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې به د ښځو او نجونو د ځای څرګندولو او اسلام کې د بډایه نوښت ښودو لپاره اسلامي نړۍ کې ګډون ته دوام ورکړي.

دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې بېلا بېلو برخو کې د ښځو پر حضور او فعالیتونو محدودیتونه لګول شوي دي. شاوخوا شپږو میاشتو کې ښځو دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه ده ترلاسه کړې او له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې ښوونځيو ته نه شي تللی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تر دې وړاندې د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار ویلي وو چې افغانستان کې د ښځو پر کار محدودیت د دغه هېواد اقتصاد ته یو میلیارد ډالره زیان رسوي.

سیګار د ملګروملتونو د پرمختیايي پروګرام د رپوټ پر اساس لیکلي وو چې کار څخه د ښځو په راګرځول کېدو سره د افغانستان ناخالصه تولید هم پنځه سلنه کمیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام