د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې کابل کې د معترضه ښځو نیول کېدل غندلي او دغه کار یې ناعادلانه بللی دی.

د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري د جمعې په ورځ وویل، که کابل د ولسي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو په لټه کې وي، باید بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه رعایت کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغې ویلي، کابل کې د معترضه ښځو نیونه ناعادلانه کار دی او باید هرڅه ژر را خوشې شي. د یادونې ده چې تېره یوه شپه او ورځ کې دوه نورې معترضې مرسل عیار او زهرا محمدي هم نیول شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د تمنا زریاب او پروانې ابراهیم‌خیل له نیولو څخه شاوخوا دوه اوونۍ تېرېږي، خو لا یې هم د برخلیک په اړه معلومات نشته.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام