په هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله د ځینو کسبونو لکه نجاري، خیاطي او کولالي بازار د مخ په ځوړ حالت سره مخ شوی دی.

یو‌شمېر کسب‌کاران وايي چې کارونه یې د پخوا په پرتله خورا خراب شوي او له تېرو اتو میاشتې راهیسې هېڅ کاروبار نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 سمېع‌الله چې کابل ښار کې نجار دی، سلام‌وطندار ته ویلي، پخوا به یې ودانیو ته دروازې او کړکۍ جوړولې، خو واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته یې، کاروبار صفر شوی دی.

په ورته مهال د کابل ښار د بهارستان سیمې خیاطان هم د خپل کار له بازار څخه شکایت کوي او وايي چې هېواد کې وروستیو سیاسي تحولاتو جامو کنډلو ته د خلکو مینه کمه کړې ده.

عبدالسمېع چې په همدې سیمه کې د خیاطۍ هټۍ‌ لري، وايي، کاروبار یې صفر شوی او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. د نوموړي په وینا، قیمتي ډېره شوې او څوک د یوې جوړې د کنډلو توان نه لري.

بل‌خوا د کابل ښار یو‌شمېر کولالان بیا وايي چې پخوا به یې د ورځې له دوو تر درېوو تنورونه خرڅول، خو اوس په اوونۍ کې یو تنور هم په سختۍ خلک ترې پېري.

محمدهاشم چې کابل ښار کې کولالي کوي، له اسلامي امارت څخه غواړي چې هېواد کې د امنیت ټینګښت ترڅنګ باید خلکو ته د کاروبار زمینه هم برابره کړي.

په ورته مهال کسب‌کاران د نظام بدلون، لوړې مالیې، د ډالرو پورته تلل او د خلکو خراب اقتصادي وضعیت هغه لاملونه بولي چې له امله یې د دوی کاروبار ورسره لوېدلی دی.

بل‌خوا د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب بیا وايي چې یاد وزارت د کورنیو تولیداتو او وړو تشبثاتو څخه ملاتړ کوي او هڅه کوي، څو د لویو اقتصادي پروژو په پلي کولو سره خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم‌مهاله په افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو پر لور روان دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې ناروې په یوې خبرپاڼه کې ویلي و چې اسلامي امارت افغانستان د یوې انساني، اقتصادي او بشري فاجعې پر لوري بیايي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام