د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، حکومت د ۱۴۰۰مالي کال بودیجه یرغمل نیولې او ولسي جرګه له دې کبله چې د بودیجې سند یې رد کړی، د حکومت تر برید لاندې راغلې ده.

د يادې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دغې جرګې یو شمېر وکیلانو د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې په تصویب کې ځنډ او د یادې جرګې له لوري د بوديجې سند د ردېدو په تړاو د شخصي لاملونو له کبله د یادې جرګې د تورنېدو ترڅنګ وایي، حکومت د عامه افکارو په تحریفولو سره پر بوديجې ولکه خپله کړې.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني ادعا کوي چې ولسي جرګه او یو شمېر وکیلان د حکومت تر برید لاندې راغلي دي.

د يادې جرګې غړې حمیده احمدزۍ د حکومت له لوري د بودیجې یرغمل نیول تاییدوي او وایي، د یادې جرګې غړي به هېڅ راز سیاسي دسیسې ته غاړه کې نه‌ږدي.

خو یو شمېر نور ولسي استازي له ولسي جرګې سره د حکومت مخامخ کېدو څخه اندېښنه ښيي او د واکونو د ټاکلو لپاره د بهرنیو بنسټونو دخالت د شرم وړ ګڼي.

ولسي جرګې د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې طرحه د نا انډولۍ له کبله دوه ځلې رد کړې ده.

تمه وه چې کابینه د سلواغې په ۶مه د دوشنبې ورځې ناسته کې د درېيمې طرحې په اړه پرېکړه وکړي او هغه جرګې ته واستوي؛ خو د ولسي جرګې د رییس په وینا، دغه طرحه حتا د کابینې د ناستې په اجنډا کې شامله نه وه.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام