افغانستان؛ په ۲۰۲۰ کې ۲ زره او ۹۵۸ ملکیان وژل شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه خپل راپور خپور کړ.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ټول‌ټال ۸ زره او ۵۰۰ ملکیانو ته په ټول هېواد کې مرګ‌ژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۲ زره او ۹۵۸ هغه وژل شوي او پنځه زره او ۵۴۲ نور ټپیان شوي دي.

ارګ کې د ۱۸ ډوله غوښې د خوړلو په اړه غبرګونونه

دوه اوونۍ وړاندې د ولسي جرګې د داخلي امنیت کمیسیون مشر خان‌اغا رضايي د جرګې عمومي غونډه کې وویل، ولسمشرۍ ماڼۍ او د چارو اداره ۱۸ ډوله غوښه خوري چې یوازې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ترکارۍ کلنۍ لګښت ۳۰ میلونه ډالره دی.

تېره ورځ خان‌اغا رضايي د یادې موضوع په اړه د تدارکاتو اسناد او قرارداد هم خپور کړ چې له زیاتو غبرګونونو سره مخ شو.

هرات؛ په يوه ټرافيکي پېښه کې ۹ کسان مړه شوي

د هرات محلي مسوولان وايي، د کندهار ـ هرات لويه لار کې په يوه ټرافيکي پېښه کې ۹ کسان مړه شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

د هرات د ادرسکن ولسوال عبدالعلي فقیریار سلام‌وطندار ته وايي، دغه پېښه نن وروسته له غرمې څلور بجې هغه مهال شوې چې کله  «۴۰۴» ډوله مسافر وړونکي موټر له يوه سراچه ډوله موټر سره ټکر وکړ.

ولسي جرګه: حکومت د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه یرغمل نیولې

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، حکومت د ۱۴۰۰مالي کال بودیجه یرغمل نیولې او ولسي جرګه له دې کبله چې د بودیجې سند یې رد کړی، د حکومت تر برید لاندې راغلې ده.

د يادې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دغې جرګې یو شمېر وکیلانو د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې په تصویب کې ځنډ او د یادې جرګې له لوري د بوديجې سند د ردېدو په تړاو د شخصي لاملونو له کبله د یادې جرګې د تورنېدو ترڅنګ وایي، حکومت د عامه افکارو په تحریفولو سره پر بوديجې ولکه خپله کړې.

عبدالله: د سولې خبرو کې د ښځو پر حقونو هېڅ معامله نه‌کېږي

د ملي پخلاينې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله وايي، قطر کې د حکومت مرکه‌چي پلاوی به د مقابل لوري پر وړاندې د سولې مذاکراتو کې د مېرمنو حقونو څخه دفاع وکړي او وايي، د سولې خبرو کې د ښځو د حقونو مسله افغان حکومت ته ارزښت لري او هېڅ ډول معامله به پرې ونه‌شي.

کورونا تېره يوه شپه او ورځ کې ۸ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې په هېواد کې ۸ کسان مړه کړي او ۳۷ نور پرې اخته شوي دي.

دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۷۲۹ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د باختر د سرو زرو خزانې د لوټلو په اړه د ولسي جرګې اندېښنه

د ولسي جرګې غړي وايي، د باختر د سرو زرو خزانه چې د افغانیو پشتوانه ده، له ګواښ سره مخامخ ده.
د ولسي جرګې رییس او یوشمېر غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د اندېښنې تر څنګ وویل، د باختر د سرو زرو خزانه چې د افغانیو پشتوانه ده، له ګواښ سره مخامخ ده او هېڅ تضمین نشته چې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې دې بهر ته قاچاق نه شي.