د ملي پخلاينې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله وايي، قطر کې د حکومت مرکه‌چي پلاوی به د مقابل لوري پر وړاندې د سولې مذاکراتو کې د مېرمنو حقونو څخه دفاع وکړي او وايي، د سولې خبرو کې د ښځو د حقونو مسله افغان حکومت ته ارزښت لري او هېڅ ډول معامله به پرې ونه‌شي.

 نوموړي دغه څرګندونې نن په کابل کې د سولې په اړه د مېرمنو په يوه سيمينار وکړې.

عبدالله عبدالله وویل، تلپاتي او باعزته سوله غواړي او ترڅنګ یې اوربند هم د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

 د نوموړي په وینا، ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه جوړه شي او د افغانستان په اړه به په کې خبرې وشي.

د ملي پخلاينې عالي شورا رييس د افغانانو اساسي غوښتنو ته په اشارې وویل، جګړه د حل‌لار نه‌ده او د مذاکراتو پایلې باید مثبتې وي.

عبدالله زیاته کړه، دوحه کې د افغان دولت پلاوی غښتلی دی او ښه ظرفیت لري چې کولی شي د مقابل لوري پر وړاندې د مېرمنو د حقونو په ګډون د ټول ولس له حقونو او لاسته راوړنو دفاع وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د چارو ځیني کارپوهان بیا د حکومت د مرکه‌چي پلاوي په ظرفیت نیوکه کوي.

د چارو شنونکی فضل الرحمان اوریا وايي، که افغان پلاوی ظرفیت درلود، دوحه کې به د سولې خبر نه ټکنۍ کېدې او طالب پلاوي ته به یې قناعت ورکړی و چې غونډو کې ګډون وکړي.

دوحه کې د حکومت مرکه‌چي پلاوي ویاند نادر نادري تېره ورځ ویلي، له تېرو ۹ ورځو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ ناستې نه‌دي شوي او لامل یې هم د طالبانو نه ګډون په ګوته کړی.

په دې تړاو د طالب پلاوي د غبرګون په ترلاسه کولو بریالي نه‌شو.

د چارو ځینې شنونکي دا هم وايي چې غونډو کې د طالبانو د نه‌ګډون لامل دا دی، ترڅو د امریکا نوی ولسمشر د افغان سولې په اړه خپل دریځ څرګند کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام