Asset 1SWN

پر اوربند د ولسمشر او عبدالله ټینګار

Esjvb_rXEAAiahW-1-p1vi7jmi32l8eorkj98i4r9unj2zgxicrpghg18ywc

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د ملي روغې جوړې شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په ارګ کې کتلي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، لیکل شوي چې په یاده ناسته کې د ولسمشر مرستیالانو او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ګډون درلود، د سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او سیمه‌ييزو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني او عبدالله په هېواد کې د تاوتریخوالي ډېروالي په اړه اندېښنه ښودلې او پر دوامداره اوربند یې ټینګار کړی دی.

دا لیدنه داسې مهال کېږي چې په قطر کې د سولې خبرو دویم پړاو په ځنډ مخې ته ځي. د دولت او طالبانو د سولې مرکچیانو له څو ورځو راهیسې د خپلو ناستو خبر نه دی ورکړی. د دولت د سولې مرکچي پلاوي یوشمېر غړیو ویلي چې طالبان مخامخ بحث ته لېوالتیا نه لري.

تر دې وړاندې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي و چې طالبانو د تاوتریخوالي په ډېروالي او اوربند په نه کولو سره ثابته کړه چې د سولې لپاره ښه نیت نه لري.

د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله تر دې مخکې ویلي و، سره له دې چې له تمې سره سم د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې سمې پر مخ نه دي تللي او د تاوتریخوالي کموالي او اوربند په اړه هوکړه نه ده شوې، خو له دغو مذاکراتو ناهیلی شوی نه دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام