د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د طالبانو او افغان حکومت له لوري د اوربند له اعلان څخه هرکلی کړی دی. خلیلزاد بېګاه شپه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی ډېر وو او افغانانو یې بیه پرې کړې ده.

نوموړي ټينګار کړی چې افغانان یوې سیاسي او تلپاتي اوربند ته اړتیا لري.

هغه ویلي: «مونږ د بین الافغاني خبرو د چټکولو، سیاسي هوکړې ته رسېدل او د بې معنا جګړې د پای ته رسولو ژر تر ژره غوښتونکي یو، دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک یې هیله لري.»

هغه یو ځل بیا ټينګار وکړ چې امریکا د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده. دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو مشرتابه اعلان وکړ چې د کوچني اختر په درېو ورځو کې به اوربند کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوګ‌پاڼه وڅارئ

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، د دې ډلې جنګیالیو ته امر شوی چې د کوچني اختر له لومړي تر درېیمې ورځې په ټول هېواد کې هر ډول یرغلیزعملیات ودروي.

د دې ډلې مشرتابه له خپلو جنګیالیو غوښتنه کړې چې د اختر په درې ورځو کې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو ته دې نه ورځي او نه دې هم په خپلو سیمو کې دولتي سرتېرو ته د ننوتو اجازه ورکوي.

پرون ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړ چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د وسله‌والو طالبانو د اختر په ورځو کې له اعلان کړي اوربند څخه خبر دي، خو وایي د دولت او خلکو ټينګار پر رښتېنې او تلپاتي اوربند دی.



ولسمشر امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د اختر ورځو ته په درناوي دې اوربند رعایت کړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، د وسله‌والو طالبانو له لوري د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان ته په غبرګون کې ویلي، لنډ مهالی اوربند، په دې ورځو کې خلکو ته د ارامۍ زمینه برابره وي، خو  دا کار د هېواد د ستونزو هواري لپاره تلپاتې او سیاسي حل لار نه ده.

نوموړي وړمه ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د هېواد له روان ناورین څخه د وتلو یوازینۍ لار د سولې خبرې چټکول، د تلپاتې اوربند او د جګړې پای ته رسول دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام