ګڼ‌شمېر کونړیانو چې نن سهار د دغه ولایت په مرکز اسداباد کې د اعتراض په توګه را ټول شوي وو، په هېواد کې وروستۍ امنیتي پېښې، د تاوتریخوالي ډېروالی او د سولې خبرواترو ځنډېدل وغندل او د اوربند غوښتنه یې وکړه.

لاریونوالو د لوګر د وړمې ورځې پېښې ته په اشارې چې ۲۴ کسان په‌کې ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپیان شول وویل، هغه بریدونه چې عام افغانان په‌کې وژل کېږي، په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدای.

په لاریون کې د ځوانانو، قومي مشرانو او دیني عالمانو تر څنګ، معلولانو هم ګډون کړی و. لاریونوالو چې ژرترژره د افغان وژنې بندېدو، دایمي اوربند او سرتاسري سولې راتلو شعارونه یې بدرګه کول، غوښتنه وکړه چې د جګړې ټول اړخونه دې د ولسونو غوښتنې له پامه نه غورځوي. دوی له ښکېلو لوریو وغوښتل چې د سولې خبرې اترې پیل او هېواد کې تلپاتې اوربند وکړي.

اوس سره له دې چې د قطر په دوحه کې د سولې خبرې اترې درېدلي او طالبانو ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو به د سولې په هېڅ ناسته کې ګډون نه کوي، خو کونړیان له دواړو غاړو د سولې خبرو د بیا پیل غوښتنه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ.

یو لاریونوال او دیني عالم ضیاالرحمان الله‌یار وايي، طالبان، حکومت او نور اړخونه دې ژرترژره په هېواد کې روانه څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسوي او د سولې مخامخ خبرې دې پیل کړي.

لاریونوالو د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو هغو څرګندونو ته په اشارې چې افغانستان کې روانه جګړه یې له دیني اړخه ناروا بللې وویل، طالب او نورې وسله‌والې ډلې دې د سولې له پیغام سره راشي او روان ناورین ته دې د پای ټکی کېږدي.

بله‌خوا پکتیاوالو هم نن په هېواد کې د روانې جګړې پر وړاندې اعتراض کړی او له ښکېلو لوریو یې غوښتي، که جګړې ته دوام ورکړي، خلک به یې پر وړاندې ملي پاڅون وکړي.

د پکتیا یوشمېر قومي مشرانو، ښځو، ځوانانو او مدني فعالانو په یوه خبري غونډه کې پر وسله‌والو طالبانو او حکومت غږ وکړ چې د سولې له روان فرصت نه ګټه واخلي. دوی د لوګر وروستي موټربم برید ته په اشارې وویل، طالبان دې په ښارونو کې له سترو او کوچنیو بریدونو او چاودنو لاس واخلي او اوربند ته دې غاړه کېږدي.



د دې خبري غونډې ګډونوالو احمدشاه احمدزي او سیدجال اصف وویل، افغانان له جګړې ستړي شوي او په وینا یې، که طالبان فکر کوي چې د جګړې له لارې به واک ته ورسېږي، دغه کار ناشونی دی او هېواد کې به د روانې جګړې د اوږدېدو او کورنۍ هغې د پیل لامل شي.

دوی زیاتوي چې د سولې له مېز څخه تېښته د حل لاره نه ده او طالب ډله باید په ترکیه کې د سولې په اړه جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي. پکتیاوال ټینګار کوي، که هر لوری د سولې پر ځای، د جګړې لاره غوره کوي، خلک به یې پر وړاندې ملي پاڅون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې، په تېره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته بریدونو ته زور ورکړی دی. د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم پرون تایید کړه چې دې ډلې د یادې نېټې له اعلان وروسته تاوتریخوالی ډېر کړی، خو په وینا یې، افغان ځواکونه یې هم پر وړاندې مبارزې لپاره بشپړ چمتووالی لري او دا ډله به هېڅکله د جګړې له لارې خپلو موخو ته ونه رسېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام