Asset 1SWN

د افغان سولې په اړه کابل، دوحې او سيمې ته د زلمي خلیلزاد د تازه سفر پيل

Zalmai-Khalilzad-14-p3kb23d79y7uswld0wlto3jw1t74n7qneybzfp0rro

کابل، دوحې او د سيمې هېوادونو ته د افغان سولې په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تازه سفرونه پيل شول. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، خلیلزاد به دا ځل دوحې، کابل او د سيمې د هېوادونو يو شمېر پلازمېنو ته سفرونه وکړي.

د امريکا له بهرنيو چارو وزارته نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد به په دې سفرونو کې له افغان مشرانو، طالب استازيو او د سيمې هغو هېوادونو استازيو سره ليده کاته وکړي چې سياسي حل لاره کې يې ګټې دي.

د زلمي خليل‌زاد دا سفر د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له کاليزې سره برابر دی.

د امريکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه کې چې تېر کال د حوت مياشتې په لسمه نېټه په دوحه کې لاسليک شوه، امريکا ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۱ کال مې مياشتې پورې به خپل ټول سرتېري له افغانستانه باسي او طالبانو هم ژمنه وکړه چې له القاعدې سره اړیکې پرې کوي او بلې هېڅ ترهګرې ډلې ته به اجازه ور نه کړي چې له افغان خاورې امريکا او متحدانو ته يې ګواښ پيدا شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له امریکا سره د سولې د رامنځته کېدو د تړون د لومړۍ کالیزې په څرګندونو کې له امریکا غوښتي چې له لاسلیک شوي تړون سره سم خپلو اړوند ژمنو ته غاړه کېدي او پرته له دې به د سولې بهیر زیانمن شي.

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت وزیر  سید سعادت منصور نادري په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دي د افغانانو تر ټولو ستره هیله دا وه چې د بندیانو تر خوشې کولو وروسته به په افغانستان کې اوربند وشي او جګړې به کمېږي. دده په وینا یو کال د امریکا او طالبانو د هوکړې وشو؛ خو د افغانانو لپاره یې هېڅ ګټه نه ده لرلې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام