د کورنيو چارو وزارت وايي، هرات ولايت کې موټربم چادونې ۸ کسان وژلي او ۵۴ ټپيان کړي دي. د ياد وزارت وياند طارق ارین وايي، په وژل شويو کسانو کې يو نظامي، ۳ ماشومان، ۲ ښځې او ۲ نارينه شامل دي.

د طارق ارين په وينا، په ټپيانو کې بيا  ۷ نظاميان او ۴۷ ملکي کسان دي.

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي ويلي و، چاودېدونکي توکي فلانکوچ ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي و او تېره شپه د پولیسو څوارلسمې حوزې ته نيږدې چاودنه ورکړل شوې.

نوموړي چې تېره شپه د مرګ‌ژوبلې وروستۍ شمېرې خپرې کړې وويل، دغه چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ کسان وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان دي.

د هرات والي وویل، ډېره مرګ‌ژوبله د کورونو نړېدو له کبله رامنځته شوې ده.

د قتالي په وينا، څېړنې يې پیل کړي چې څنګه دغه موټربم هرات ښار ته دننه کړل شوی و. له دې سره د هرات د عامې روغتيا رياست مسوولان واييچې د ۱۰ ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د کورنيو چارو وزارت تېره شپه وويل چې په دې چاودنه کې ۶ د هستوګنې کورونه په بشړه توګه وران شوي او لسګونه دوکانونو ته هم زيان اوښتی دی.

د چاودنې له کبله د اوښتو زيانونو تصوير

سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه موټربم چاودنه طالبانو کړې؛ خو وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام