د بلخ سلګونو اوسېدونکو او محلي چارواکو په یوه غونډه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړ. د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ، د خلکو پر رول او درېدو ټینګار وکړ.

د هغه د مزارشریف ښار د امنیتي وضعیت ښه کېدو، د زیانمنو سیمو د کنټرول او په دغه ښار کې د ۵۰۰۰ ولسي پاڅونوالو د درېدو خبر ورکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بلخ د ولایتي شورا غړي او قومي مشران هم امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکوي چې د طالبانو پر وړاندې مبارزه کې به د دولت تر څنګ ودرېږي.



بله‌خوا د جوزجان سلګونه اوسېدونکي چې د نظام او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په موخه یې وسلې اخیستي وايي، طالبان به ترې بریا ته ونه رسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

د جوزجان د ولایتي شورا غړی مولوي عبدالحی حیات وايي، د د نظام او امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ د هر افغان مسوولیت دی.

د نوموړي په وینا، د هېواد د ارضي تمامیت، قانون او خلکو د ساتنې په موخه به د طالبانو پر وړاندې درېږي او ټول افغانان باید په دې برخه کې خپله مېړانه وښيي.

د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي داسې مهال د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي چې طالب ډلې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې ته زور ورکړی او یوشمېر ولسوالۍ یې هم نیولې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام