د بلخ او جوزجان سلګونو اوسېدونکو د افغان ځواکونو ملاتړ وکړ

د بلخ او جوزجان سلګونو اوسېدونکو د افغان ځواکونو ملاتړ وکړ

د بلخ سلګونو اوسېدونکو او محلي چارواکو په یوه غونډه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړ.
د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ، د خلکو پر رول او درېدو ټینګار وکړ.

دیني عالمان: هېواد کې روانه جګړه فتنه ده

سلګونو دیني عالمانو نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د هېواد روان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او پر طالبانو یې تور پورې کړ چې دغه وضعیت د دوی له کبله دی. دغو دیني عالمانو په هېواد کې روانه جګړه هم فتنه وګڼله او د ژرترژره درېدو غوښتنه یې وکړه. دیني عالمانو په دې غونډه کې له حکومت او طالبانو هم وغوښتل چې خپلمنځي اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

د سلما بند د ساتنې کنډک قوماندان: د هرات والي دروغ وايي

د هرات والي عبدالصبور قانع پرون په یوه خبري غونډه کې سلما بند ته د پېښو امنیتي ګواښونو د رد ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې د دغه بند د ساتنې لپاره به ټول امکانات وکاروي.
هغه سلما بند ته د پېښو امنیتي ګواښونو خپرېدل د دښمن تبلیغات یاد کړل او په وینا یې، د یاد بند د ساتنې لپاره لازم ځواک شته او که نورو ځواکونو ته اړتیا پیدا کړي، ور وبه یې لېږي.

طالبان د بادغیس مرکز قلعه‌نو ښار ته ننوتي

د بادغیس والي حسام‌الدین شمس سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلي او طالب جنګیالي د دغه ولایت مرکز قلعه‌نو ښار ته ننوتي دي.  د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بېک هم له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي  او اوس دغې ډلې خپل ځانونه د مرکز قلعه‌نو ښار دروازو ته را رسولي دي.