د هرات والي عبدالصبور قانع پرون په یوه خبري غونډه کې سلما بند ته د پېښو امنیتي ګواښونو د رد ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې د دغه بند د ساتنې لپاره به ټول امکانات وکاروي.

هغه سلما بند ته د پېښو امنیتي ګواښونو خپرېدل د دښمن تبلیغات یاد کړل او په وینا یې، د یاد بند د ساتنې لپاره لازم ځواک شته او که نورو ځواکونو ته اړتیا پیدا کړي، ور وبه یې لېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د سلما بند د ساتنې کنډک قوماندان الله محمد همدرد نن سلام‌وطندار سره په مرکه کې د هرات والي پر دروغ ویلو تورنوي او وايي، قانع یاد بند ته له پېښو امنیتي ګواښونو ناخبره دی.  هغه ټینګار کوي چې څو ځله یې د هرات له محلي چارواکو څخه مرسته غوښتې، خو هغوی یې ټیلیفون نه دی اوکې کړی او یا یې هم چوپتیا غوره کړې ده.



د نوموړي په خبره، طالبانو د چشت ولسوالي له نیولو وروسته په یاده ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو کورنیو ته ګواښ کړی، که دې ډلې ته تسلیم نه شي، وبه یې وژني.

د سلما بند د ساتنې کنډک قوماندان زیاتوي، تر اوسه شاوخوا ۲۰ پولیس او د ملي امنیت سرتېري چې د همدې سیمې اړوند دي، طالب ډلې ته تسلیم شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

همدرد پر حکومت هم تور پورې کوي چې د ولسوالیو پر سر معاملې کوي او په وینا یې، له دوو میاشتو راهیسې یې د چشت ولسوالي ولسوال، امنیه قوماندان او نور کارکوونکي رخصت کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو دوه ورځې وړاندې د هرات چشت ولسوالي ونیوله.

بله‌خوا د هرات ولایتي شورا او اوسېدونکي هم سلما بند ته د پېښو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه لري او خبرداری ورکوي، که دغه بند ته هر زیان ورسېده، مسوولیت به یې د دولت پر غاړه وي. دوی وايي، دولت باید د سلما بند د ساتنې لپاره چې یوه ملي پروژه ده، خپل ټول امکانات وکاروي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام