Asset 1SWN

د خوړو نړیوال پروګرام: زلزلو د افغانستان په لوېدیځ کې بشري وضعیت ترینګلی کړی

231013-herat-earthquake-mb-0834-b501ac

د هرات ګڼ‌شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د پرله‌پسې زلزلو له امله بې‌ځایه شوي او په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي. د خوړو نړیوال پروګرام مسوولان خبر ورکوي چې له دغو پرله‌پسې زلزلو وروسته په افغانستان کې بشري وضعیت ډېر ترینګلی شوی دی.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د اړیکو مسوول فيلېف کروف سلام‌وطندار ته ویلي چې هرات کې له زلزلې وروسته پر خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی او د سلګونو زرو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هغه وايي: «دغه طبیعي ناورین داسې مهال جوړ شوی چې په افغانستان کې له پنځلس میلیونو څخه ډېر کسان یا د هېواد د وګړو درېیمه برخه نه پوهېږي چې د خوراک لپاره به څه ترلاسه کوي او بشري مرستې په ټیټه کچه کې دي. د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې اړ شوی چې لس میلیونه افغانان له خپلو پروګرامونو او مرستو بې‌برخې کړي او په ۱۵۰ ولسوالیو کې خپل فعالیتونه ودروي. خوارځواکي زیاته شوې او د سلګونو زرو ماشومانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی. اوس دغې زلزلې وضعیت لا پسې خراب کړی دی.»

د فيلېف کروف په وینا، دغه سازمان اړ شوی چې زلزله‌ځپلیو ته د مرستو رسولو لپاره د دغه سازمان د نورو څانګو خوراکي سرچینې وکاروي. نوموړی وايي، زلزله‌ځپلیو کورنیو ته د مرستو رسولو لپاره ۲۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

هغه زیاتوي: «موږ له دې ویجاړوونکې زلزلې وروسته له ۱۱۸۰۰۰ خلکو سره د مرستې لپاره د درویشت میلیونه ډالرو بېړنیو مرستو ته اړتیا لرو. په دغو پیسو کې د بېړنیو خوراکي توکو د مرستې لپاره یوولس میلیونه ډالر شامل دي. د زلزله‌ځپلیو خلکو د ژوند بیاجوړونې لپاره د اوږدمهاله فعالیتونو د دوام لپاره نږدې لس میلیونه ډالره، د اغېزمنو شویو سیمو په ښوونځیو کې د خوړو برابرولو لپاره دوه میلیونه ډالره او د خوړو برابرولو لپاره څه باندې یو میلیون ډالرو ته اړتیا ده.»

همداشان، د هرات د زنده‌جان ولسوالي يوشمېر اوسېدونکي چې د زلزلې له امله هرات ښار ته کډه شوي او اوس په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي وايي، داسې مرستې ورسره نه‌دي شوي چې ورځنۍ اړتیاوې یې پوره کړي. دوو زلزله‌ځپلیو نظرمحمد او کبرا سلام‌وطندار ته ویلي:

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

«موږ څوارلس ورځې کېږي چې دلته راغلي یوو. موږ ته مرستې او امکانات نه‌دي را رسېدلي، ماشمان مو ناروغان شوي، باید موږ لازمې مرستې راورسېږي.» «حیرانه پاتې یم چې څه وکړم، یوه جومات ته مې پناه راوړې، یو ماشوم هم ناروغ شوی، نه پوهېږم چې چېرته یې یوسم. که ناروغ ماشوم کوم ځای ته یوسم، حیرانه پاتې کېږم چې نور یې څنګه کړم، ټول وږي او تږي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په دننه او بهر کې زلزله‌ځپلیو ته د مرستو راټولولو او رسولو کمپاين دوام لري او ځینو هېوادونو له زلزله‌ځپلیو سره د ميليونونه ډالرو نغدي مرستو او د سلګونه ټنه خوراکي او ناخوراکي توکو د مرستې ژمنې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام