Asset 1SWN

ملګري‌‌ملتونه: د هرات زلزله‌ځپلې اومېندواره مېرمنې رواني ملاتړ ته اړتیا لري

F8nkNS4bYAA5BOh

ملګري ملتونه وايي چې د هرات مرګونې زلزله کې شاوخوا ۷۵۰۰ اومېندواره مېرمنې د خپلو کورنیو د غړیو د مړینې له کبله جدي رواني ملاتړ ته اړتیا لري.

ملګروملتونو پر خپل وېب‌سایټ د نفوسو وجهي صندوق(UNFPA) له قوله راپور ورکړی چې د یادو مېرمنو د کورنیو د غړیو مړینې، دوی ته ویجاړونکي زیانونه اړولي او اړتیا ده چې رواني ملاتړ یې وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې همداراز ویل شوي چې زلزله‌ځپلیو سیمو کې اومېندواره مېرمنې له نورو بېلابېلو ګواښونو سره هم مخ دي. د اومېندوارۍ پر مهال د مېندو مړینې ډېروالی، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي او لوږې له ګواښونو سره مخ دي.

د خپور راپور له مخې، په زلزله‌ځپلیو سیمو کې ښځو ته د روغتیايي مشورو ورکړې مرکزونه جوړ شوي، څو اومېندواره مېرمنو ته رواني-ټولنیزې مشورې ورکړي.

په ورته مهال د ملګروملتونو د نفوس وجهي صندوق د هرات زلزله‌ځپلیو سیمو کې یادو مېرمنو ته د روغتیايي خدمتونو او زېږون اسانتیاوو برابرولو په پار د څه باندې یوولس میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

هرات کې د روانې تلې میاشتې په ۱۵مه د شوې زلزلې له امله د دغه ولایت په لرو پرتو ځپل شویو سیمو کې ګڼ‌شمېر روغتیايي مرکزونه هم ویجاړ شوي چې ورسره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر ټکنی شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دغه سیمې له زلزلې وړاندې هم د معیاري روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ وې. د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې چې زلزله‌ځپلیو سیمو کې څه باندې ۵۸۰۰۰۰ اغېزمنو ته د روغتیايي خدمتونو رسونه له ستونزو سره مخ شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام