Asset 1SWN

د هرات زلزله‌ځپلي: د سړې هوا له امله مو ماشومان ناروغان شوي

231013-herat-earthquake-mb-0834-b501ac

هرات کې یو‌شمېر زلزله‌ځپلي وايي چې تراوسه ورسره هېڅ ډول مرستې نه‌دي شوي او د سړې هوا له امله یې ماشومان ناروغان شوې دي.

دوی سلام‌وطندار ته وویل چې د څښاک پاکو اوبو، برښنا، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی نه‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات د چهارسونک سیمې یو اوسېدونکی محمد چې ماشومان یې د سړې هوا له کبله ناروغان شوي او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

نوموړي وویل: «بې‌ځایه شو، کورونه مو ویجاړ شوي، دوه اوونۍ کېږي چې دښته کې یو، ماشومان مو ناروغان دي، نه چا راته رسېدنه کړې او نه چا څه راکړي، مرسته وکړئ، ملت در په دره دی.»

په ورته مهال دغه ولایت کې یوه بل زلزله‌ځپلي محمدعیسی بیا وايي چې د زلزلې له وېرې له لومړۍ ورځې راهیسې له کور د باندې ژوند کوي. «ماشومان ټول کوڅه کې دي، ناروغي ډېره ده، درمل نشته، اوبه نشته، خېمې نشته، دیوالونه درز شوي او خطر موجود دی.»

په ورته مهال تېره ورځ د ملګروملتونو  پراختیايي پروګرام، نړیوال بانک، اروپايي ټولنې او اسیا پراختیايي بانک د هرات زلزله‌ځپلیو سره د مرستې لپاره یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه‌لیک په یوه برخه کې راغلي: «موخه مو په ټولو برخو کې د زلزلې د اغېزو ارزونه ده او همداراز پر انساني رفاه یې اغېز او د بیارغونې لګښت اټکل دی چې زلزله‌ځپلیو سیمو کې د اسانتیاوو زیاتېدو په اړه د اړینو معلوماتو وړاندې کول دي.»

د روانې تلې میاشتې په ۱۵مه هرات کې د شوې زلزلې له امله شاوخوا ۳۳۳۰ کورونه ویجاړ او څه باندې ۱۲زره کورنۍ ترې اغېزمنې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

ترڅنګ یې په دې زلزله کې څه باندې ۱۵۰۰ کسان مړه او له ۲۰۰۰ ډېر ټپیان شوي هم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام