د هرات یوشمېر زلزله‌ځپلي د یوې میاشتې په تېرېدو سره لا هم پر ډاګ ژوند کوي

په هرات کې له خونړۍ زلزلې ۳۵ ورځې تېرېږي، خو د دغه ولایت د زنده‌جان ولسوالي په ځینو سیمو کې یوشمېر زیانمن شوي کسان شکایت کوي چې د حکومت له لوري ورته اړین خدمتونه نه‌دي برابر شوي. دوی وايي، خیمو ته لاسرسی نه لري او تر پلاسټیکي ټوټو او ترپالونو لاندې شپې او ورځې تېروي.

د خوړو نړیوال پروګرام: زلزلو د افغانستان په لوېدیځ کې بشري وضعیت ترینګلی کړی

د هرات ګڼ‌شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د پرله‌پسې زلزلو له امله بې‌ځایه شوي او په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي. د خوړو نړیوال پروګرام مسوولان خبر ورکوي چې له دغو پرله‌پسې زلزلو وروسته په افغانستان کې بشري وضعیت ډېر ترینګلی شوی دی.

د هرات زلزله‌ځپلي: مرستې نه‌دي را رسېدلي

د هرات ډېری اوسېدونکی له دوو اوونیو راهیسې په دغه ولایت کې د پرله‌پسې زلزلو له کبله وېرېدلي او د واټونو پر سر شپې او ورځې تېروي. دوی وايي، پر واټونو ازاده فضا کې ژوند کوي او ان لنډمهالې سرپناه ته هم لاسرسی نه لري.

د خوړو نړیواله ورځ؛ اوچا: د هرات زلزله‌ځپلي خوړو ته اړتیا لري

د اوچا د افغانستان څانګې د تلې په څلېرویشتمه، د دوشنبې ورځ د خوړو نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، دا ورځې داسې مهال را رسېدلې چې پرله‌پسې زلزلو په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان لوېدیځ ته ټکانونه ورکړي دي. د اکټوبر شپاړلسمه د خوړو نړیواله ورځ ده.

نړیوال سازمانونه: هرات کې زرګونه زلزله‌ځپلي وږي او بې‌سرپناه دي

د خوړو نړیوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ د هرات د زنده‌جان ولسوالي د زلزله‌ځپلو سیمو یوه ویډیو خپرې کړې او په‌کې ویل شوي چې له یادې زلزلې ژوندي پاتې کسان له کوره بهر په عامه ځایونو کې شپې سبا کوي او د ژوند کولو لپاره سرپناه نه لري.

د پکتیکا زلزله‌ځپلي: موسسې ولاړې، موږ یې بې‌کوره پرېښودو

د پکتیکا د ګیان ولسوالي یوشمېر اوسېدونکو چې کورونه یې په اوړي کې د زلزلې له امله نړېدلي سلاموطندار ته ویلي، د څو میاشتو په تېرېدو لا هم د اوسېدو کورونه نه‌لري او د ژمي سړې شپې او ورځې په خیمو کې تېروي. دوی وايي، یوشمېر موسسو چې د دوی لپاره د استوګن‌ځایونو ژمنې کړې وې، کورونه یې ناجوړ پريښي او له سیمې وتلې دي.