Asset 1SWN

د خوړو نړیوال پروګرام: د هرات زلزله‌ځپلي لا هم تر خیمو لاندې اوسېږي

هرات

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د هرات زلزله‌ځپلي لا هم تر خیمو لاندې اوسېږي او سختې شپې او ورځې تېروي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه پروګرام نن پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې یاد زلزله‌ځپلي اوس د واورې توپان سره هم مخامخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې په هرات کې یې له ۳۰۰۰ زیاتو زلزله‌ځپلیو ته بیړني خواړه برابر کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

که څه هم په کور دننه او بهر د هرات زلزله‌ځپلیو د لاسنیوي په موخه په بې‌سارې توګه مرستې راټولې شوې، خو د راپورونو له مخې، یادې مرستې اړمنو کسانو ته سمې نه‌دي رسېدلي او لا هم ګڼ‌شمېر زلزله‌ځپلې کورنۍ سختې شپې او ورځې تېروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام