Asset 1SWN

پر سترګو معلول کسان: ټولنه کې د اضافي کسانو په سترګه راته کتل کېږي

IMG-20231016-WA0002

یوشمېر افغانان چې د سترګو له معلولیت څخه ځورېږي وايي، زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او کاري فرصتونو ته لاسرسی نه لري او دوی یې له کبله ناهیلي شوي دي. په کابل ښار کې د «روشن‌دلان» مسلکي انسټېټیوټ یوشمېر معلولان چې په سترګو څه نه ویني وايي، د کانکور ازموینه کې د ګډون برخه کې له ستونزو سره مخامخېږي او د لوړو زده‌کړو بورسیو او کاري فرصتونو ته هم لاسرسی نه لري.

د دغه انسټېټیوټ مسوولانو نن (د تلې درویشتمه، د یکشنبې ورځ) د ړندو یا «سپینې امسا» نړیوالې ورځ په نمانځغونډه کې وویل، هېڅ خصوصي یا دولتي بنسټ نه حاضرېږي چې پر سترګو معلولو کسانو ته د لوړو زده‌کړو بورسیې ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد انسټېټوټ یو ښوونکی محمدرفیع چې څه باندې یوه لسیزه د ړندو کسانو ښوونکی پاتې شوی، وايي: «له بده مرغه حکومتونو د ړندو کسانو د ستونزو حل برخه کې بنسټیز کار نه‌دی کړی. د زده‌کړو برخه کې د پر سترګو معلولو کسانو ستونزې پر خپل ځای دي، ګڼ‌شمېر ړانده کسان پر بېلابېلو جسمي او اروايي ناروغیو اخته دي چې د کمزوري اقتصاد له کبله خپله درملنه نه‌شي کولای او د دولت مستقیم ملاتړ ته اړتیا لري.»

د روشن‌دلان انسټېټیوټ زده‌کوونکي بیا وايي چې د کاري فرصتونو نه موجودیت او ورسره د خلکو ناوړه چلن په ټولنه کې د دوی د حضور انګېزه ترې اخیستې ده.

د دغه انسټېټیوټ د دولسم ټولګي زده‌کوونکی یاسر چې شل کاله عمر لري، وايي: «د ړندو کسانو ستونزې زیاتې دي؛ د زده‌کړو د دوام له اړخه موږ نه‌شوو کولای چې په بورسیو کې ګډون وکړو یا هم د زده‌کړو د دوام فرصت راته برابر شي، بله‌خوا د خلکو چلن دی چې ډېری د اضافي کس په سترګه راته ګوري؛ دغه وضعیت موږ ناهیلي کوي.»

د یاد انسټېټیوټ د شپږم ټولګي زده‌کوونکی محمدحسین بیا پر سترګو معلولو کسانو ته د مسوولانو د پام اړولو غوښتنه کوي. هغه زیاتوي: «باید موږ ته پام وشي، د قانون له مخې، معلولان حق لري چې په دولتي ادارو کې درې سلنه دندې ولري؛ ځکه که عادي کسانو د درس له لارې کار ونه شوای کړای، له نورو لارو یې کولای شي، خو ړانده کسان دغه چانس نه لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

خو د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې سرپرست غلام‌حیدر شهامت ژمنه کوي چې د پر سترګو ړندو کسانو ستونزې به حلوي او هم به ورته د زده‌کړو او کار فرصتونه برابر کړي. نوموړی وايي: «موږ ستونزې له ټولو همکاره موسسو سره شریکې کړي، هڅه کوو چې د حج او اوقافو او روغتیا وزارت سره یې حل کړو. موږ ستاسو تر څنګ یوو او دا ستونزې امکاناتو ته په کتو حلوو.»

د روشن‌دلان مسلکي انسټېټیوټ د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، اوس د دغه انسټېټیوټ د په درېوو څانګو کې ۳۱۰ کسان چې په سترګو څه نه ویني، پر زده‌کړو بوخت دي. همدارنګه، په دغه انسټېټیوټ کې ۴۷ ښوونکي تدریس کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام