Asset 1SWN

د راډیو نړیواله ورځ؛ محلي راډیوګانې له محدودیتونو او مالي ستونزو سره مخ دي

World-Radio-Day

نن د فبروري دیارلسمه د راډیو له نړیوالې ورځ سره برابره ده. دغه ورځ داسې مهال رارسېږي چې په تازه‌ګۍ سره هرات کې د «سحر» په نوم د ښځو ځانګړې محلي راډیو د مالي ستونزو او محدودیتونو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

د دغې راډیو مدیر مسوولې فرشتې کریمي سلام‌وطندار ته وویل، اقتصادي ستونزې او روان وضعیت لامل شوی چې هغه او همکارانې یې کار څخه زړه‌تورې شي او نور ونه‌شي کولای خپلو اورېدونکو ته پروګرامونه چمتو کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړې وویل: «له بده مرغه سحر راډیو د هغو راډیوګانو له ډلې ده چې ناوړه اقتصادي وضعیت کې ده او د فعالیت دوام لپاره یې بودیجه نه لرله. بل لامل یې دا دی چې یوازې د ښځو لپاره یې فعالیت کاوه او نږدې ۸۰سلنه کارکوونکې یې مېرمنې وې او پر ښځو د محدودیت له کبله زموږ کارکوونکې زړه تورې شوې.»

یوشمېر سوېلي ولایتونو کې هم د ځینو راډیوګانو مسوولان او د رسنیو ملاتړي بنسټونه وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي او له مالي اړخه د رسنیو ملاتړ ونه شي، نورې رسنۍ په ځانګړې توګه راډیوګانې به هم وتړل شي.

افغانستان کې راډیوګانې داسې مهال یو پر بل پسې فعالیت څخه لوېږي چې د اورېدونکو د څرګندونو پر بنسټ، راډیو یوازینۍ د اورېدو وسیله ده چې د تصویري او انترنتي رسنیو په زیاتېدو سره، لا هم نړۍ او افغانستان کې خپل ځای او اورېدونکي لري.

عبدالبصیر د غور مرکز فېروزکوه ښار کې ژوند کوي او وايي، څه باندې ۱۰ کاله کېږي چې د راډیوګانو په ځانګړې توګه د سلام‌وطندار راډیو خپرونې اوري.

نوموړي وویل: «غور کې د دې ترڅنګ چې نورې راډیوګانې اورو، له نېکه‌مرغه څه باندې نهه کاله کېږي چې سلام‌وطندار ته راډیو اورم، ښه نشرات لري او موږ یې معلومات، خبرونه، خپرونې او راپورونه اورو. سلام‌وطندار همېش اورم، ښې خپرونې لري او کره، بې‌پرې او پر وخت خبرونه خپروي.»

افغانستان کې د راډیو اورېدونکي وايي، تېر یونیم کال کې د راډیو د پروګرامونو او خپرونو د تولید پر څرنګوالي د محدودیتونو لګولو منفي اغېزې کړي او زیاتره راډیوګانې نه دي توانېدلي چې د خلکو په خوښه پروګرامونه چمتو او وړاندې کړي.

دې سره یوشمېر ولایتونو کې د اسلامي امارت مسوولان وايي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د راډیوګانو د غوره محتوا او پروګرامونو د تولید لپاره، هغوی سره نږدې همکاري او همغږي لري.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نعیم‌الحق حقاني سلام‌وطندار ته وویل: «د راډیو، ټلوېزیون او رسنیو په اړه بحثونه چې وي تر پوښښ او هدایت لاندې دي او د راډیو د کارکوونکو د ستونزو د هواري او اسانتیاوو د رامنځته کېدو لپاره اړین اقدامات تر لاس لاندې نیول شوي دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راډیو نړیواله ورځ داسې مهال رارسېږي چې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان کې د ۳۰۷ راډیوګانو له جملې څخه دامهال تر ۱۷۰ کمې راډیوګانې فعاله دي او د دغو رسنیو سلګونه کارکوونکي بېکاره او ښځینه خبریالانې هم څنګ ته کړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام