Asset 1SWN

د رسنیو مالي ستونزې؛ روزګان کې د تړل کېدو ګواښ سره مخ دي

په روزګان کې اوس شپږ خصوصي راډیوګانې، یو ټلوېزیون او یوه چاپي رسنۍ فعالیت کوي، خو مسوولان یې وايي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دوی خبرداری ورکوي، که مالي برخه کې ورسره همکاري ونه شي، اړ دي چې خپل نشرات ودروي.

د پیوستون راډیو ټلوېزیون مسوول فريدالله مطېع وايي، د پخوا په څېر سوداګریز اعلانونه او نور عواید نه لري او همدا لامل دی چې ګڼ‌‌شمېر کارکوونکو یې دندې پريښې دي.

د هغه په خبره، مخکې به حکومت هم ورسره مالي مرستې کولې، خو اوس نه یوازې دا مرسته نشته، بلکې بازار یې هم نشته. مطېع له موسسو او ا.ا څخه غواړي چې ملاتړ یې وکړي.

د «سلام روزګان» په نوم د یوې خصوصي راډیو مسوول بریالی انصاري هم له ورته ستونزو شکایت کوي او وايي، پخوا یې خپل لګښتونه د پروژو او سوداګریزو اعلانونو له لارې تمویلول، خو اوس دواړه په ټپه ولاړ دي.

په همدې حال کې د رسنیو کارکوونکي او خبریالان چې ګڼ‌شمېر يې اوس په رسنیو کې کار نه کوي، هم وايي چې د مالي ستونزو او معاشونو نه ترلاسه کولو له کبله یې دندې پريښې دي.

په روزګان کې یو ځايي خبریال حکمت‌الله پاڅون وايي: «اقتصادي ستونزې يوازې زه نه، بلکې د رسنیو ټول کارکوونکي لري. هغه امتیازونه چې مخکې رسنیو راکول، زموږ د کورنۍ ټولې اړتیاوې یې پوره کولې، خو هېڅ نشته.

د روزګان د اطلاعاتو او کلتور رییس اغاولي قریشي هم په دغه ولایت کې د رسنیو ناوړه اقتصادي وضعیت مني، خو په خبره یې، هڅه کوي چې لارې چارې ورته ولټوي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل چې له یوشمېر مرستندویه بنسټونو او دولتي ادارو سره یې خبرې کړي، څو رسنیو ته د سوداګریزو اعلانونو د ورکولو برخه کې همکاري وکړي. هغه وايي چې د رسنیو د شته ستونزو د حل او د سقوط کېدو د مخنیوي لپاره به لاس په‌کار شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو د شمېرو له مخې، افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۲۱۸ رسنۍ د سختو اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام