د پکتیکا د ګیان ولسوالي یوشمېر اوسېدونکو چې کورونه یې په اوړي کې د زلزلې له امله نړېدلي سلاموطندار ته ویلي، د څو میاشتو په تېرېدو لا هم د اوسېدو کورونه نهلري او د ژمي سړې شپې او ورځې په خیمو کې تېروي.
دوی وايي، یوشمېر موسسو چې د دوی لپاره د استوګنځایونو ژمنې کړې وې، کورونه یې ناجوړ پريښي او له سیمې وتلې دي. دغه زلزلهځپلي شکایت کوي چې د ژمي دا سړه هوا په خیمو کې تېروي او چا ورسره د خیمو تودولو لپاره د سونتوکو مرسته هم نهده کړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ګیان ولسوالي اوسېدونکي زیاتوي چې په یاده سیمه کې هوا ډېره سړه شوې او ماشومان، مېرمنې او د ډېر عمر لرونکي کسان په خیمو کې ژوند نهشي کولای.
د ګیان ولسوالي اوسېدونکو شهیرخان او وليجان سلاموطندار ته ویلي:
«دلته خلک په تلخونو کې ژوند کوي، ساړه دي، یخني ده، ماشومان له ستونزو سره مخامخ دي، ځوانان له ستونزو سره مخامخ دي؛ که موږ سره دولت او موسسې همکاري ونه کړي، دې سیمه یا ولسوالي کې به ستر ناروین جوړ شي، هغه هم د سړو له امله؛ ځکه دلته یخني زیاته ده. خلک په تلخونو او خیمو کې ژوند کوي. چا ورته پام نهدی کړی. موږ سره دې ژمنۍ مرستې، همکارۍ او اړینې مرستې وشي.»
«موسسې له موږ نه لاړې، کورونه یې ړنګ راته پرېښودل. په خیمو کې ژوند تېروو. موږ له سختو ستونزو سره مخامخ یوو. که کورونه راته جوړ نهشي، موږ خو دومره وسه نه لرو چې جوړ یې کړو؛ کورونه مو همداسې پاتې شول. خیمو کې ژوند کوو، له پاسه راباندې واوره اوري، سخت ساړه هم دي. موږ ته دې کورونه خامخا جوړ شي.»
د پکتیکا مسوولان هم د ګیان ولسوالي د زلزلهځپلیو کورنیو ستونزې مني، خو زیاتوي چې د موسسو او خیریه بنسټونو له لوري پرې مرستې وېشل کېږي.
د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مطېعالله منصور که څه هم د موسسو له لوري د زلزلهځپلیو د کورونو جوړېدو لړۍ د درېدو په اړه څه وايي چې یادو موسسو د سړې هوا له کبله خپلې چارې درولي او په وینا یې، د هوا په تودېدو سره به یې بېرته پیل کړي.
د مسوولانو په خبره، که څه هم د ګیان ولسوالي له زلزلهځپلیو سره یې د روغتیا په برخه کې ډېرې مرستې کړي، خو د ژمي په را رسېدو سره په ماشومانو او د ډېر عمر لرونکو کسانو کې د تنفسي ناروغیو کچه هم لوړه شوې ده.