Asset 1SWN

د سارک خبریالانو ټولنه: د سارک غړي هېوادونه دې د افغان خبریالانو لاسنیوی وکړي

د سارک خبریالانو ټولنې په یوه خبرپاڼه کې د سارک له غړیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان څخه غوښتي چې هلته د ورغلیو افغان خبریالانو لاسنیوی وکړي.

د سارک خبریالانو ټولنې په دې خبرپاڼه کې په افغانستان او له هېواده د بهر افغان خبریالانو ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده چې د سارک غړي هېوادونه باید پر افغان خبریالانو د فشار راوړلو پر ځای، هغوی خوندي او ملاتړ یې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان، بنګله‌دېش، پاکستان، نیپال، هند، سریلانکا، بوتان او مالدیف د سارک غړي هېوادونه دي او د سارک خبریالانو ټولنه هم په دغو هېوادونو کې څانګې لري.

د سارک خبریالانو ټولنې په وینا، دا ټولنه به د پاکستان له حکومت سره هلته د ورغلیو افغان خبریالانو د ستونزو حل په موخه نه یوازې خبرې وکړي، بلکې د حل لپاره به یې لازم اقدامات هم وکړي.

دې ټولنې پر اسلامي امارت هم غږ کړی چې د افغان خبریالانو لپاره د ازاد فعالیت اسانتیاوې برابرې او اجازه ورکړي چې په خلاص لاس خپل رسنیز کار ته دوام ورکړي.

د سارک خبریالانو ټولنې د یکشنبې په ورځ د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه د ۸ هېوادونو د استازیو په ګډون انلاین غونډه جوړه او نه یوازې په افغانستان، بلکې د سارک په غړیو هېوادونو کې یې هم د افغان خبریالانو پر ستونزو او د حل لارو‌چارو خبرې وکړې.

د سارک خبریالانو ټولنې د افغانستان څانګې مشر ګل‌محمد ګران چې دې انلاین غونډه کې یې ګډون کړی و، له دې ټولنې او د سارک له غړیو هېوادونو یې وغوښتل چې نه یوازې په افغانستان، بلکې د سیمې هېوادونو، په تېره پاکستان کې هم افغان خبریالانو ته لاس ورکړي او ملاتړ یې وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سارک خبریالانو ټولنې تر دې ناستې وروسته نن دوشنبه د ملګرو ملتونو سازمان ته هم یو پرانېستی لیک لېږلی او ترې غوښتي یې دي چې افغان خبریالان هېر نه کړي او د سارک غړیو هېوادونو پر حکومتونو فشار راوړي، څو په خپلو هېوادونو کې د افغان خبریالانو ستونزې حل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام