د وسله‌والو شخړو او معلوماتو سازمان «د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د لوړو او ژورو معلومولو» تر نوم لاندې خپل تازه رپوټ خپور کړی دی.

دغه رپوټ ښيي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، زیات‌شمېر رسنۍ تر سانسور لاندې راغلي، داسې حال کې چې د محدودیتونو وضع کېدل، د ۳۰۰ رسنیو د تړل کېدو لامل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه رپوټ پر اساس، فعالې رسنۍ هم تر سانسور لاندې دي او د حقیقتونو په اړه د رپوټ ورکولو توان نه لري او هغه خبریالان چې د اسلامي امارت مخالف رپوټونه خپروي، ګواښل، وهل‌ټکول او یا هم زنداني کېږي.

د وسله‌والو شخړو او معلوماتو سازمان د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي اوج ته رسېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، امنیتي پېښو څخه د رپوټ چمتو کول، سیاسي تاوتریخوالي او اعتراضونه د افغان خبریالانو لپاره په لویو ننګونو بدل شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان له خپلواکه رسنیو د ملاتړ ادارې یا «نی» سرپرست محمد ظریف کریمي د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدل او د رسنیو سانسور هېواد کې د غږ ازادۍ او د اطلاع رسونې پر وړاندې ګواښ بولي.

د وسله‌والو شخړو او معلوماتو سازمان د رپوټ بله برخه کې د ښځو پر وړانډې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته هم اشاره شوې.

رپوټ ښيي چې د ښځو او نجونو پر وړانډې د اسلامي امارت سنتي تعصب ته په پام، د ښځو پر وړاندې د سیاسي تاوتریخوالي زیاتېدو څخه اندېښنې ډېرې شوي دي.

د وسله‌والو شخړو او معلوماتو سازمان رپوټ کې ویل شوي چې د ښځو پر وړاندې د سختو قوانینو وضع کول د بشري حقونو د نقض لامل شوي دي.

ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعالان دې برخه کې وايي، اسلامي امارت د ښځو پر وړاندې افراطي ذهنیت لري او حکومتي چارواکي په دې باور دي، چې ښځې د هېواد سیاسي جوړښت کې د حضور حق نه لري.

د وسله‌والو شخړو او معلوماتو سازمان رپوټ کې د ملکیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته هم اشاره شوې او اسلامي امارت یې د ملکي وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي اصلي لامل بللی دی.

همداراز رپوټ ښيي چې اسلامي امارت کورنیو اختلافونو سره هم مخ دی او له کله چې واکمن شوی، د چارواکو ترمنځ یې د نښتو ۳۳ موارده ثبت شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د رپوټ په تړاو د اسلامي امارت د مسوولانو د نظر په اخیستو بریالي نه‌شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام