د افغانستان د خبریالانو مرکز او د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې، نن د خبریالانو د وضعیت په اړه د خپل یو کلن ګډ رپوټ د وړاندې پرمهال وویل چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د دې دواړو بنسټونو غړیو د خبریالانو په وړاندې د ننګوونو له زیاتېدو په اندېښنې سره وویل، سره له دې چې د خبریالانو د قتل او وژنې پېښې راکمې شوي، خو د دوی په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د خبریالانو د مرکز استازي شاه محمود شینواري وویل، د محدودیتونو د وضعه کېدو، د تاوتریخوالي زیاتېدو او د ځان سانسور کولو په دلیل، یو شمېر خبریالان اړشوي چې دندې پرېږدي.

بل لورته د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د تولنې تخنيکي مرستیال اسماعیل سادات ددې رپوټ د وړاندې کولو پرمهال وویل، چې په هېواد د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د خبریالانو د نیول کېدو ۶۶ پېښې ثبت شوي دي.

د هغه په خبره، دا نیول کېدل، له فزیکي تاوتریخوالي، توهین، تحقیر او آن شکنجې سره مل وو.

سادات زیاتوي، چې په تېرو اوو میاشتو کې د اسلامي امارت له لوري د خبریالانو ۵ مورده ګواښنه او ۳ مورده مجروحیت او همداراز د نامعلومو کسانو له لوري ۳ مورده د خبریالانو وهل ډبول رپوټ شوي دي.

د خبریالانو د مرکز او د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو د ټولنې ګډه څېړنه ښيي چې د ۵۷۸ غږيزو، تصویري او چاپي رسنیوله ډلې، ۴۰سلنه یې د اقتصادي او د وضعه شویو محدودیتونو په دلیل تړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دې څېرنې له مخې، ۳۰ سلنه نورې رسنۍ هم د تړل کېدو په حال کې دي. په دې اړه مو د اسلامي امارت د نظر اخیستو هڅه وکړه؛ خو د اسلامي امارت د ویاندویانو له لوري مو پرلپسې اړیکو ته ځواب ونه ویل شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام