د خبریالانو خوندیتوب کمېټې نن د مارچ اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په وروستیو څو میاشتو کې په هېواد کې د ښځینه خبریالان وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د دغه بنسټ په وینا، تراوسه د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې ښځو د دې اجازه نه ده ترلاسه کړې، څو په رسنیو کې کار وکړي او په پراخه توګه د ښځینه خبریالانو شمېر کم شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې زیاته کړې چې په تېرو کلونو شاوخوا ۱۳۰۰ ښځینه خبریالانې په رسنیو کې پر دندو بوختې وې، خو اوس دغه شمېر یوازې ۳۰۰ ته راټيټ شوی دی.

په ورته مهال دغه بنسټ له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د ښځو د حقونو د لاسرسي په برخه کې همکاري وکړي او هغه ولایتونو کې چې لا هم ښځې د فعالیت اجازه نه لري، رسنیو کې د کار کولو اجازه ورکړل شي.

دا په داسې مهال ده چې د بشر حقونو څار بنسټ پرون په یوه رپوټ کې په افغانستان کې د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو له وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړې وه. دغه بنسټ ویلي و چې د پلازمېنې په پرتله په ولایتونو کې خبریالان په خورا خراب وضعیت کې دي.

 د بشرحقونو څار بنسټ په رپوټ کې لیکلي چې په یو‌شمېر ولایتونو کې د اسلامي امارت چارواکو رسنیو کې ښځینه خبریالانو ته د کار کولو اجازه نه ده ورکړې او ورته ویلي یې دي چې خپلې دندې پرېږدي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په څه باندې شپږو میاشتو کې اسلامي امارت په یو‌شمېر ولایتونو کې پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه لګولي او په ځینو کې یې د رسنیو له لارې د ښځو پر غږ بندیز لګولی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام