د افغانستان د ژورنالستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون مارچ میاشت کې د خبریالانو وضعیت په اړه خپل یو میاشتنی رپوټ خپور کړ. دغه رپوټ کې ویل شوي، چې مارچ میاشت کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی څه باندې دوه برابره زیات شوی دی.

د رپوټ پر اساس، د ۲۰۲۲ کال مارچ میاشت کې د خبریالانو د سپکاوي، ګواښلو او نیولو ۲۲ موارده ثبت شوي، داسې حال کې چې تر هغې وړاندې فبروري میاشت کې د تاوتریخوالي ۹ موارده ثبت شوي وو.

د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون غړی علي‌اصغر اکبرزاده د خبریالانو د وضعیت خرابېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي: «د ګواښ یو مورد په خوست ولایت، یو هم په پکتیا، یو مورد په ننګرهار، ۷ مورده په کندهار او ۱۱ موارده هم په کابل کې ثبت شوي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمولو لپاره یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري. ښاغلی کریمي زیاتوي، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمولو لپاره باید د رپوټونو چمتو کولو پرمهال د اسلامي امارت ځواکونو سره همغږي وشي.

د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون مسوولان همدارنګه وايي، دې وروستۍ یوه میاشت کې د مالي ستونزو په دلیل پنځو تصویري او غږیزو رسنیو فعالیت بند کړی دی.

د دغه فدراسیون غړي د خبریالانو او د اطلاع رسونې وضعیت ښه‌والي لپاره اسلامي امارت ته وړاندیز کوي، چې هرڅه ژر د ټولیزو رسنیو پالیسي خپره کړي او د رسنیو د تخطۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیونونو فعالیت له سره پیل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ورته وخت کې یو شمېر خبریالان ادعا کوي، چې د خبریالانو ځینې ملاتړي بنسټونه له قانوني مشروعیت او د خبریالۍ کارت او هویت څخه پرته پروژې اخلي او ډېرې پيسې ترلاسه کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د ژرونالیستانو او رسنیزو بنسټونو د فدراسیون مشرتابه غړی ګل‌محمد ګران د همکارۍ ژمنه کوي چې د خبریالانو له نوم څخه د ناوړې ګټې اخیستنې په اړه به څېړنه کیږي.

د اطلاع رسونې د وضیعت خرابېدو او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنې داسې مهال دي، چې له دې وړاندې د رسنیو ملاتړو بنسټونو ویلې و، د تاوتریخوالي زیاتوالي پر رسنیو د سانسور لامل شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام