په پاکستان کې سلګونو مېشتو افغان خبریالانو پرون ماښام په اسلام‌اباد کې دوی ته د نړیوالې ټولنې او د خبریالانو د ملاتړ نړیوالو بنسټونو د نه پاملرنې په غبرګون کې اعتراض وکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغو خبریالانو پر نړیوالې ټولنې، په تېره امریکا، کاناډا او اروپايي هېوادونو نیوکه وکړه چې له دوی سره پر کړیو ژمنو یې عمل نه دی کړی او له څه باندې یو کال راهیسې یې لا هم په پاکستان کې بې‌برخلیکه پريښي دي.

په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د ډلې مسوول نجیب‌الله حبیبي پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغان خبریالانو غږ واوري او د هغوی د لېږد برخه لازم ګامونه اوچت کړي.

هغه وویل، نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول امریکا، کاناډا او اروپايي هېوادونو افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم یادو هېوادونو ته د دوی د لېږد ژمنې وکړې او خبریالان یې پر بنسټ پاکستان ته ولاړل، خو اوس هلته بې‌برخلیکه شپې او ورځې تېروي.

حبیبی په پاکستان کې د افغان خبریالانو ستونزو ته په اشارې وویل، نړیواله ټولنه، په تېره ملګري ملتونه او د خبریالانو نړیوال ملاتړي بنسټونه مسوولیت لري چې پاکستان کې د افغان خبریالانو ستونزې حل او ژرترژره یې له دغه هېواده ولېږدوي.

بله‌خوا په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د اړیکو کمېټې غړي جبران لوراند هم پر نړیوالې ټولنې د نیوکې ترڅنګ، له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې دغه هېواد کې مېشت افغان خبریالان چې د بېلابېلو ستونزو له کبله یې هېواد پريښی، هېر نه کړي.

ښاغلي لوراند وویل، نړیواله ټولنه او نړیوال سازمانونه، په ځانګړي ډول ملګري ملتونه او د خبریالانو ملاتړي بنسټونه باید په درېیمو هېوادونو کې د مېشتو خبریالانو ستونزې او هغوی ته ورپېښ ګواښونه درک کړي او څومره ژر چې کېدای شي، خوندي هېوادونو ته دې یې ولېږدوي.

د یادونې ده چې پاکستان کې مېشتو د بشري حقونو فعالانو هم په دې اعتراضیه غونډه کې د افغان خبریالانو ملتیا کوله او په ګډه یې له نړیوالې ټولنې، په تېره ملګرو ملتونو، امریکا، کاناډا او اروپايي هېوادونو وغوښتل چې نور یې د انتظار شېبې پای ته ورسوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

په پاکستان کې مېشتو افغان خبریالانو تر دې مخکې هم څو ځله اعتراضونه کړي خو د څه باندې یو کال په تېرېدو سره سره بې‌برخلیکه پاتې دي.

هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته سلګونو خبریالانو هېواد پرېښود او پاکستان، ایران، ترکیې او د سیمې نورو هېوادونو ته کډوال او زرګونه هم وزګار شول. دغه راز، سلګونو رسنیو خپل فعالیتونه پريښي او یوشمېر نورې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام