د سارک خبریالانو ټولنه: د سارک غړي هېوادونه دې د افغان خبریالانو لاسنیوی وکړي

د سارک خبریالانو ټولنې یوه خبرپاڼه کې د سارک له غړیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان څخه غوښتي چې هلته د ورغلیو افغان خبریالانو لاسنیوی وکړي.
دې ټولنې په افغانستان او له هېواده د بهر افغان خبریالانو ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده چې د سارک غړي هېوادونه هم باید پر افغان خبریالانو د فشار راوړلو پر ځای، د هغوی ملاتړ وکړي.

د پاکستان په یوه زندان کې یو افغان کډوال مړ شوی

پاکستاني رسنیو نن شنبه د سلواغې اتمه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د کراچۍ یوه زندان کې یو افغاني مړ شوی دی.

رسنیو د کراچۍ ښار د لانډي زندان د چارواکو له خولې ویلي، دغه افغان بندي د ناروغۍ له کبله مړ شوی دی. دا د پاکستان په زندانونو کې درېیم افغان بندي دی چې مړ کېږي. په کراچۍ کې د افغانستان جنرل کونسل عبدالجبار هم د یاد افغان مړینه تایید کړې، خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

متقي د پاکستان سفیر ته: افغان کډوالو سره ناسم چلن د دواړو هېوادونو په زیان دی

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي.

امیرخان متقي په دې کتنه کې د پاکستان سفیر ته ویلي چې افغان کډوالو سره د دغه هېواد د پولیسو ناسم چلن د دواړو هېوادونو په زیان دی.

جوزجان کې یوه ځوان موټر جوړ کړی

د جوزجان ولایت د مردیان ولسوالي په «جنګل اریغ» سیمه کې یوه نوښتګر ځوان محمدداوود یو موټر چې ۵۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی، جوړ کړی دی. پر دغه موټر شوی لګښت د زرنج په پرتله درې برابره کم دی.
دغه ځوان د سلام‌وطندار خبریال ذکرالله یزداني سره په مرکه کې ویلي، که حکومت یې ملاتړ وکړي، تر دې ښه موټر به جوړ کړي. هغه هیله لري چې یوه ورځ په «جنګل اریغ» سیمه کې د موټرو جوړولو کارخونه جوړه کړي.

کابل کې د ایران پر ضد لاریون؛ نړۍ باید خپله چوپتیا ماته کړي

ایران کې د افغان کډوالو د زورونې او وهل ټکولو په اړه د غبرګونونو په لړ کې نن کابل کې یو‌شمېر کسانو د ایران پر ضد لاریون وکړ.
دغه لاریون چې د افغانستان د مدني ټولنو او د ولسي انسجام شورا له لوري جوړ شوی و، په کې له ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه وشوه چې ایران کې له افغان کډوالو سره د روان ظلم پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي.

یونیسف: نړیوال بندیزونو افغان ماشومانو ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړولي

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو ادارې یا یونیسف اجرايي مدیره کاترین راسل په یوې وینا کې ویلي، لسیزو جګړو، وچکالۍ، کمزوري اقتصاد او د نړیوالو بندیزونو اغېزو افغان ماشومانو ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړولي دي. نوموړې کابل ته د خپل سفر پرمهال خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د ښځو حقونو درناوی دې له اسلامي امارت سره د تعامل شرط کېښودل شي

د اروپايي ټولنې د پارلمان رییسې روبرتا متزولا د اسلامي امارت له لوري د ښځو پر وړاندې جنسیتي توپیري چلند غندلی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د ښځو حقونو ته درناوی دې له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره د شرط په توګه کېښودل شي. هغې د نړیوالو بشردوستانه مرستو پربنسټ، له افغانانو سره مرستې د نړیوالتې ټولنې اخلاقي دنده بللې ده.