ایراني رسنیو ویلي، په دغه هېواد کې یو موټر چې افغان کډوال یې په ناقانونه توګه ایران ته لېږدول، ټرافیکي پېښه کړې چې له امله یې مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده.

د رسنیو د معلومات پر بنسټ، دغه پېښه پرون د بندر عباس په کهنوج سړک کې رامنځته شوې چې له امله یې ۳ افغان کډوال وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ویل شوي چې د دې پېښې ټول قربانیان افغان کډوال دي او غوښتل په قاچاقي توګه ایران ته لاړ شي. یاد کسان په «پراېډ» ډوله موټر چې ایران کې جوړېږي، سپاره وو او له دغې پېښې سره مخ شوي دي.

د ایران روغتیايي مسوولانو د دې پېښې پخلی کړی دی. د پېښې قربانیان او ټپیان د هلال‌احمر د ګرځنده ټیمونو له لوري د کهنوج روغتونونو ته لېږدول شوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ګاونډيو هېوادونو کې د افغان کډوالو د موټر چپه کېدو پېښې نوي نه دي، بلکې له دې وړاندې هم ایران او ترکیې کې ورته پېښې شوي چې ګڼ‌شمېر افغانان په‌کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام