Asset 1SWN

بغلان کې د ځمکې وېش پر سر شخړه؛ څلور کسان وژل شوي او دوه ټپیان دي

Shahre-PolKhomri-1-pevzo229lmg31fubs2v71uyrdr9rsd7y6taqyunybs

د بغلان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې وېش پر سر د شخړې له امله څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د بغلان د پولیسو ویاند شېراحمد برهاني سلام‌وطندار ته ویلي، د پلخمري ښار اړوند «ډنډغوري» سیمه کې د ځمکې وېش پر سر د دوو کورنیو ترمنځ شخړه شوې چې څلورو کسانو په‌کې ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

شېراحمد برهاني زیاته کړې چې پېښه پرون ماښام شوې او وژل شوي ټول نارینه او د درېوو کورنیو غړي دي. د پېښې په تړاو د اسلامي امارت ځواکونو دوه کسان نیولي او څېړنې ترې روانې دي.

په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو ویلي، دغه شخړه کې د څلورو وژل شویو ترڅنګ پنځه کسان ټپیان شوي چې روغتیايي وضعیت یې نازک دی.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد بېلابېلو سیمو کې پر ورته موضوعاتو خپلمنځي شخړې شوي چې له کبله یې خلکو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام