په لوګر کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې نن د مرکز پل‌علم اړوند د بابوس سیمې دوه تنه اوسېدوونکي د ځمکې پر سر شخړه کړې ده.

د سرچینو په وینا، په پیل کې د دواړو ترمنځ لفظي شخړه شوې چې وروسته  شخړه پر نښته اوښتې ده.

د پېښې یو تن شاهد سلام‌وطندار ته وویل چې د دې نښتې په پایله کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي چې د اسلامي امارت ځواکونه سیمې ته رسېدلي، وضعیت د هغوی په کنټرول کې دی او په دې تړاو یې څو کسان نیولي هم دي.

په همدې حال کې د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان پېښه تاییدوي خو په اړه یې جزیات نه ورکوي.

د یادولو وړ ده چې تېره جمعه هم د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالي په سرخ‌اب سیمه کې په یوه نښته کې دوه کسان وژل شوي و او یو بل ټپي شوی و.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام