د لوګر ولايت چارواکي وايي چې د کابل-لوګر پر لویې لارې د دوو ټرافيکي پېښو له امله اته کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د لوګر ولايت د امنیې قومانداني وياند احمدالله انس سلاموطندار ته ویلي چې پرون (د غويي څوارلسمه، د پنجشنبې ورځ) مازديګر مهال د محمداغې ولسوالي په «کډي» سیمه کې یو موټر او موټرسایکل سره ټکر شوي له کبله یې يو کس وژل شوی او د يوې ميرمنې په ګډون، دوه کسان ټپيان شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په خبره، ټپيان د امنيتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوي دي. هغه زیاتوي چې پېښه د موټر او موټرسایکل چلوونکو د بېغورۍ له کبله شوې ده.
بلهخوا د محمداغې ولسوالي اړوند د کابل دروازې ته څېرمه په «دښتې سقاوې» سیمه کې عیني شاهدانو سلاموطندار ته ویلي چې يو کرولا ډوله بېنز موټر د چپه کېدو پېښه کې يوه مېرمن وژل شوې او څلور کسان ټپيان شوي دي.
په ټپيانو کې د درېوو کسانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی چې د درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته را لېږدول شوي دي.
د یادونې چې په دې وروستيو کې د کابل-لوګر پر لویې لارې ټرافيکي پيښې زياتې شوې دي. عام خلک او موټرچلوونکي وايي چې د دغو پېښو د زیاتوالي لامل د سړک خرابوالی او د موټرچلوونکو بېغوري ده.