Asset 1SWN

فاریاب کې ټرافیکي پېښې؛ یو کس مړ او دوه ماشومان ټپیان شوي

Maimana-2-phi40ap2qo769wqkupjcwkkouu71gqbfky1nihcivc

د فاریاب دولت‌اباد ولسوالي کې محلي سرچینې وايي چې په دغه ولسوالي کې د درېوو بېلابېلو ټرافیکو پېښو له امله یو کس مړ او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه ټرافیکي پېښې نن جمعه د غويي اتمه د دولت‌اباد ولسوالي اړوند سیمو کې رامنځته شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د سرچینې په وینا، په لومړۍ پېښه کې چې د دولت‌اباد ولسوالي په «عرب‌توپخانه» سیمه کې رامنځته شوې د یوه «ډمټرک» موټر او موټرسایکل ترمنځ د ډکر له کبله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پاتې دوه پېښې چې دوه ماشومان په‌کې ټپیان شوي د یادې ولسوالي په «چمن‌قشلاق او شیخ‌ها» سیمو کې رامنځته شوي دي. د یادو درېوو ټرافیکي پېښو لاملین چې موټر چلوونکي دي، د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه ټرافیکي پېښې داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په یو‌شمېر نورو سیمو کې هم ورته پېښې شوي او مسوولانو یې لامل د سرکونو خرابوالی او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي په ګوته کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام