د جوزجان او بلخ پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له کبله څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان د فیضاباد ولسوالي د امنیې قومندان کفایتالله متوکل وايي چې پېښه پرون ماښام د سلواغې ۱۹مه د جوزجان-بلخ پر لویه لاره د یوې سراچه ډوله او هینو موټر ترمنځ رامنځته شوې ده.
د فیضاباد ولسوالي د امنیې قومندان په وینا، دې پېښه کې څلور کسان مړه او درې ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، پېښه د سراچه ډوله موټر د بېاحتیاطۍ له کبله شوې او ټپیان د درملنې په موخه د اقچې ولسوالي روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د جوزجان-بلخ لویه لاره یوه له خطرناکو لاره ده چې د سړک خرابوالي، کم پلنوالي او د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله وخت نا وخت پهکې ورته پېښې رامنځته کېږي.