بدخشان کې محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د یوه موټر د چپهکېدو له کبله شپږ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د سرچینې په وینا، پېښه پرون جمعه د مرغومې ۳۰مه د بدخشان مایمي ولسوالي کې رامنځته شوې ده. دغه موټر له فیضاباد ښار څخه د مایمي ولسوالي پر لور روان و.
سرچینې همداراز سلاموطندار ته ویلي چې یو «لنډکروزر» ډوله موټر د سړم خرابوالي له امله سیند ته لوېدلی او یاده مرګژوبله یې رامنځته کړې ده.
بلخوا د بدخشان د اطلاعات او فرهنګ رییس معزالدین احمدي هم د پېښې پخلی کوي او وايي چې یاده پېښه کې شپږ کسان مړه او درې ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا، موټر کې نهه کسان سپاره وو.
نوموړي زیاته کړې چې پېښه د مایمي ولسوالي په شاجهګون سیمه کې رامنځته شوې ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې بدخشان او نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې مسووان یې تر ډېره لامل د لارو خرابوالی او د موټر چلوونکو بېاحتیاطي په ګوته کوي.