د پامیر قرغېزیان: له هرو ۱۰ امېندواره ښځو پنځه او له ۱۰ زېږېدلیو ماشومانو اووه یې مري

د افغانستان د قرغېز قوم چې د بدخشان د واخان ولسوالي په پامیر غرونو کې اوسېږي، د ژوند له لومړیو امکاناتو هم بې‌برخې دي او لا هم د سخت ژوند شپې او ورځې پرې سبا کېږي.
دوی وايي، تر اوسه په دې سیمه کې روغتیایي، مخابراتي او ټرانسپورټي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

د خوست نادرشاه‌کوټ کې نهه کاله مخکې جوړ شوی روغتون نه دی فعال شوی

د خوست د نادرشاه‌کوټ ولسوالي اوسېدونکي دغه ولسوالي کې د روغتیايي خدمتونو له نه‌شتون څخه شکایت کوي.

د یادې ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وایي، سره له دې چې دغې ولسوالي کې ۹ کاله وړاندې د ۳۰ بستریز روغتون لپاره ودانۍ جوړه شوې، خو تراوسه یې فعالیت نه دی پیل کړی.

د افغانستان بانک سبا ۱۴ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا یکشنبه د سلواغې دویمه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان مرکزي بانک نن شنبه د سلواغې لومړۍ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د افغانیو ارزښت ساتلو او ثبات لپاره سبا یکشنبه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د داوطلبۍ په توګه بازار ته وړاندې کوي. د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

بدخشان کې ټرافیکي پېښه؛ شپږ کسان مړه او درې ټپیان شوي

بدخشان کې محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د یوه موټر د چپه‌کېدو له کبله شپږ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د سرچینې په وینا، پېښه پرون جمعه د مرغومې ۳۰مه د بدخشان مایمي ولسوالي کې رامنځته شوې ده. دغه موټر له فیض‌اباد ښار څخه د مایمي ولسوالي پر لور روان و.