سوېلي کوریا کې د دوو پرلهپسې ورځو راهیسې د سختو اورښتونو له امله راوتلیو سېلابونو اووه کسان مړه کړي او دوه نور لا درکه دي.
د سوېلي کوریا د کورنیو چارو او خوندیتوب وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې درې کسان د یاد هېواد په ختیځ او مرکزي سیمو کې په خپلو کورونو کې مړه شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبرپاڼه کې راغلي چې دوه نور کسان د ځمکښوویېدنې او دوه کسان هم د سوېلي چونګچیونګ ولایت په مرکزي ښار نونسان کې د یوې ودانۍ د پرځېدو له امله مړه شوي دي.
د سوېلي کوریا چارواکي همداراز وېره ښيي چې د راوتلیو سېلابونو له امله ښايي د اوښتې مرګژوبلې شمېرې له دې هم لوړې شي.
د سوېلي کوریا د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد کې د سختونو اورښتونو له امله د ۱۳ ولایتونو او ښارونو کې په لنډه مهالې توګه برښنا پرې شوې او ځینو برخه کې ځمکه ښووېدلې ده.
د راپورونو له مخې، یوازې د ګویسان سیمه کې د اوبو یوه بند څخه د اوبو اوښتو له وېرې شاوخوا ۶۰۰۰ کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د سوېلي کوریا د هواپېژندنې ادارې د یاد هېواد په ډېری برخو کې د اورښتونو د دوام اټکل کړی دی. سوېلي کوریا دا مهال د دوبي موسم اورښتونه تجربه کوي چې دغه هېواد کې د سېلابونو راوتل یوه عادي چاره ده.