پاکستاني رسنیو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا (یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه اداره په پام کې لري چې یاد هېواد کې ۸۰۰زره سېلاب ځپلیو افغان کډوالو سره مرسته وکړي.

رسنیو همداراز ویلي چې اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت دغه هېواد کې له سېلاب ځپلیو سره د دوو میلیونو ډالرو نوې مرستې اعلان هم کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

د پاکستان مشال راډیو دغه هېواد کې د کډوالو نړیوالې ادارې د ځايي څانګې ویاند قیصر افریدي له خولې ویلي، دغه دوه میلیونه ډالر به یاد هېواد کې پاکستاني او افغان سېلاب ځپلیو سره د بیارغونې په کارونو کې ولګول شي.

قیصر افریدي رسنیو ته ویلي چې پاکستان کې ۸۰۰زره افغان کډوال سېلابونو ځپلي چې له هرې کورنۍ سره نغدي مرستې وشي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو پربنسټ، دا مهال پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه ثبت او ناثبت شوي افغان کډوال اوسېږي چې ډېری په خېبرپښتون‌خوا او بلوچستان کې مېشت دي.

د روان ۲۰۲۲ میلادي کال له جون میاشتې راهیسې پاکستان کې د سختو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې د چارواکو د معلوماتو له مخې، څه باندې ۱۵۰۰ کسان یې مړه کړي او تر ۳۳ میلیونه کسان یې اغېزمن کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

همداراز دغه هېواد کې وروستیو سېلابونو د یاد هېواد اقتصاد زیانمن کړی او اوسنی حکومت له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام