د اسلامي امارت چارواکي وايي، هېواد کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو د جبران لپاره له ۳۰۰ میلیونه ډېرو ډالرو ته اړتیا ده. د بهرنیو چارو وزارت نن د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو د جبران لپاره د نړیوالو مرستو د را ټولولو لپاره د نړیوالو مرستندویه سازمانونو او یوشمېر سفارتونو په ګډون یوه غونډه را بللې وه.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي ټینګار کوي چې هېواد کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو د جبران لپاره ۳۲۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. د نړیوالو مرستندویه سازمانونو او سفارتونو استازو که څه هم په دې غونډه کې د مشخصې مرستې ژمنه ونه کړه، خو ډاډ یې ورکړ چې افغانانو سره به بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي.

په دې غونډه کې د وړاندې شویو معلوماتو پر بنسټ، په وروستیو څو میاشتو کې طبیعي پېښو، لکه زلزلې او سېلابونو لږترلږه افغانستان ته دوه میلیارډه ډالره زیان اړولی دی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنې ترڅنګ وویل: «نوی حکومت په خپلو ټولو امکاناتو سره غواړي د زیانمنو لاسنیوی وکړي، خو په خبره یې، دومره امکانات نه لري چې ټول زیانونه جبران کړي. نو له همکارو هېوادونو، خیریه موسسو او خیرغوښتونکو نه غواړو چې دردمنو افغانانو سره مرسته وکړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسلامي امارت سرپرست حکومت وویل چې اوس په افغانستان کې ۴۵ زره کورنۍ د خوراکي او نورو توکو بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د مرستندویه سازمانونو او د اروپايي اتحادیې، روسیې، چین، ایران، اوزبکستان، پاکستان، قزاقستان او ترکمنستان استازو افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو سره خپلو مرستو ته د اشارې ترڅنګ وویل، د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د افغانستان لپاره د بشردوستانه مرستو همغږي‌کوونکي رامز الاکبروف هم په دې غونډه کې د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستو پر رسولو ټینګار وکړ.

هغه وايي: «مستقیمه مرسته بنسټيزه حل‌لاره نه ده. خلک پراختیا ته اړتیا لري او باید زېربناوې جوړې شي. د اوبو بندونه او پیاوړي کورونه جوړ شي.»

د وروستیو شمېرو پر بنسټ، هېواد کې د وروستیو سېلابونو له کبله ۱۸۲ کسان مړه شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي. په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې سخت سېلابونه راووتل چې له کبله یې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم واړول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام