Asset 1SWN

د کرنې وزارت سرپرست: افغانستان د کرنې برخه کې لاسته‌راوړنې نه‌لري

۱۲

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري وايي، سربېره پر دې چې افغانستان د طبیعي سرچینو او کرنې له پلوه شتمن هېواد دی، خو دې برخه کې د پام وړ لاسته‌راوړنې نه‌لري.

نوموړي دغه څرګندونې نن یکشنبه د سلواغې دویمه کابل کې د «کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي مالي محصولاتو» پرانېست‌غونډه کې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، کرنه برخه کې شوې هڅې بسنه نه کوي او اړتیا ده چې دې برخې ته جدي پاملرنه وشي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست همداراز یاده پرانېست‌غونډه کې وویل چې د کرنیزې پرمختیا صندوق له لارې به افغان کروندګرو ته هر کال میلیارډونه افغانۍ پور ورکول کېږي.

بل‌خوا په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ وکړ چې هېواد کې له کروندګرو سره مرسته وکړي، څو دوی د تل لپاره په خپلو پېښو ودرېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خیرالله خیرخواه همداراز د اسلامي امارت له مشرانو هم غوښتنه وکړه چې د اوبو زېرمه کولو لپاره د هېواد په کچه د کوچنیو بندونو د جوړېدو چارې پیل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام