د لوړو زده‌کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له هغو استادانو چې هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله نورو هېوادونو ته تللي، غوښتنه کړې چې د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره بېرته هېواد ته راستانه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ابادۍ د نه‌شتون له کبله د هېواد ښوونیز نظام نیمګړی دی او له همدې امله یاد وزارت د افغانستان له ټولو علمي کدرونو غوښتنه لري چې بېرته هېواد ته راوګرځي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال لوړو زده‌کړو وزارت زیاته کړې چې افغانستان د ټولو قومونو ګډ  کور دی او د هېواد په ابادۍ کې ټول مسوولیت لري. د لوړ‌و زده‌کړو وزارت ټينګار کړی چې د پوهنتونونو استادانو د ټولو معنیوي او اقتصادي امتیازونو برابرولو او ورکړې ته ژمن دي.

بل لور ته خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لوړو زده‌کړو وزارت د نویو علمي کادرونو د ګومارنې لپاره یې یو‌شمېر بنستونه اعلان ته سپارلي او یاد وزارت دا خپله دنده ګڼي چې علمي کادرونو ته د کار او اسانتیاوو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مخکیني حومت له سقوط وروسته او د اسلامي امارت له راتګ سر هم‌مهاله، یو زیات شمېر استادان وروسته له هغې هېواد پرېښود چې د زده‌کړیالانو پرمخ د دولتي پوهنتونونو دروازې وتړل شوې.

د کابل پوهنتون یو‌شمېر استادانو سلام‌وطندار ته ویلي وو، وروسته له دې چې اسلامي امارت د دې تحصیلي بنسټ مخکیني رییس له دندې ګوښه او پر ځای یې نوی سرپرست رییس وټاکه، وې غوښتل چې خپله دنده پرېږدي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی ویلي وو چې له دې وروسته د لوستوو او علمي کادرونو راتلونکي لپاره تضمین نه‌شته او د څو کلونو خوارۍ او هڅې یې پر اوبو لاهو شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام