د بدخشان په پامیر غرونو کې مېشت قرغزیان وایي، په وروستیو کلونو کې د دولت د نه پاملرنې له کبله یې په پامیر سیمه کې ژوند سخت شوی او په وینا یې، که دولت د قرقیزیانو ژوند ته پاملرنه ونه کړي افغانستان به پرېږدي او د سیمو هېوادونو په ځانګړي توګه قرغزستان ته به کډوال شي.

قرغزیان د افغانستان د لږګیو اقلیتونو څخه شمېرل کېږي چې د پامیرغرونو په لمنو کې د سمندر له سطحې ۴زره متره لوړ ژوند کوي.

د بدخشان د پامیر سیمې اوسېدونکی رحمان‌قل پامیري سلام‌وطندار سره خبرو کې وایي چې قرغزستان هېواد ته د پامیر سیمې استوګنو قرغزیانو کډوالي په ۲۰۱۷ کال کې پېل شوې ده.

پامیري وایي، هغه ګڼ‌شمېر کسان چې قرغزستان ته تللي. دغه هېواد ورته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي چې همدا اسانتیاوې د دې لامل شوي، څو نور قرغزیان هم دغه هېواد ته د ورتګ زړه ښه کړي.

 نوموړی اندېښنه ښيي او وایي، که دولت په جدي توګه د قومي اقلیتونو ژوند ته پام ونه کړي، د دې احمتال شته چې د پامیرسیمې ټول اوسېدونکي دغه ځای پرېږدي او د ژوند د دوام لار په نوې سیمه کې ولټوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پامیري زیاتوي، په وروستیو کلونو کې دولت چې د دې سیمې له اوسېدونکو سره کومې ژمنې کړې وې، یوه یې هم نه ده عملي کړې او هغه مرستې چې له دوی سره شوي بسنه نه کوي.

« هغه کسان چې قرغزستان ته تللي دولت ورته د ژوند کولو ټولې اسانتیاوې برابرې کړي دي. کوچنیان یې لوست کوي او ځینې ځوانان یې پوهنتونونو کې هم شامل شوي چې دا مسله د نورو د هڅونې لامل شوې ده. دوی په ۲۰۱۷ کال کې تللي وو، مونږ لږګي اقلیت یو په دولت کې تراوسه کوم رسمي مامورهم نه لرو. د ښوونې او روزنې په برخه کې مونږ ته پام نه دی شوی مونږ یوازې یو کس لرو چې له دولسم ټولکي څخه فارغ دی.»

د بدخشان د پامیر سیمې یو بل اوسېدونکی رسول وایي، په پامیر سیمه کې د قرغزیانو ژوند مالدارۍ پورې تړلی او سږ کال د څارویو مړینه ډېره شوې چې ورسره په دې سیمه کې ژوند کول ستونزمن شوي دي. د نوموړي په وینا، که د روان کال ترمني پورې په دې سیمه کې د دولت له لوري په دې اړه کوم اقدام ونه شي، قرغزیان به دغه سیمه پرېږدي او قرغزستان ته کډوال شي.

«مونږ نه سړک لرو، نه کلینیک لرو، دولت په سمه توګه له مونږ سره همکاري نه ده کړې. په کال کې یوه بورۍ وړه راکوي چې مونږ ته بسنه نه کوي. که دولت زمونږ وضعیت ته رسېدنه ونه کړي اړ یو چې یا قرغزستان، قزاقستان او مغولستان ته ولاړشو. مونږ هم خوښ نه یو چې افغانستان پرېږدو، خو ستونزې مو ډېرې دي.»

د بدخشان د ولایتي شورا مرستیال طلب‌الدین قادري وایي، په تېرو دوو لسیزو کې د پامیرمېشتو قرغزیانو د وضعیت د بدلون لپاره د دولت له لوري اغېزمن کار نه دی شوی. د نوموړي په وینا، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت په دوره کې په دې سیمه کې یوازې دوه ښوونځي جوړ شوي دي.


قادري زیاتوي، د پامیر سیمو مشران دې ته خوښ نه دي چې قرقیزستان کې ژوند وکړي، خو هغو ستونزو ته په پام چې دوی لرې د دې احتمال شته چې قرغزیان نورو هېوادونو په ځانګړي توګه قرقیزستان ته کډوال شي.

په همدې حال کې، د بدخشان محلي چارواکي وایي چې د پامیرمېشتو قرغزیانو د ژوند د ښه والي په موخه یې یوه ناسته جوړه کړې وه او ډېر ژر به یې د ستونزو د هواري لپاره اقدام وکړي.

د بدخشان د والي ویاند نېک‌محمد نظري وایي، حکومت په تېرو کلونو کې د پامیر اوسېدونکو د ژوند د ښه‌ والي لپاره د پراختیا، ښوونې او روزنې او د مرستو رسونې په برخه کې یو لړ مرستې کړي دي.

د نوموړي په وینا، دولت درې کاله وړاندې د بدخشان د واخان سیمې ۳۰۰ قرقیزي ماشومان د زده‌کړو لپاره قرغزستان هېواد ته واستول او د کوچني پامیر د سړک جوړولو چارې روانې دي.

 خو د پامیر سیمې اوسېدونکي وایي چې د دوی له نوم څخه استفاده شوې او تراوسه د دولت له لوري داسې اغېزمن کار چې د دوی په ژوند کې یې مثبت بدلون راوستی وي، نه دی شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام