د باختر دولتي خبري اژانس د لوړو زده‌کړو وزارت د چارواکو له خولې خبر ورکړی چې د اسلامي امارت د لوړو زد‌ه‌کړو وزارت خصوصي پوهنتونونه د دغه وزارت له «ځانګړي پلاوي» پرته د استاذانو له ګومارنې منع کړي دي.

د  باختر خبري اژانس د خبر له مخې، دغه ګام په خصوصي پوهنتونونو کې د «غیرمسلکي» استاذانو د ګومارنې مخنیوي لپاره اخیستل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه خبري اژانس د لوړو زده‌کړو وزارت د مسوولانو له خولې هم لیکلي چې د دولتي پوهنتونونو استاذان په رسمي وخت کې نه‌شي کولای په یوه بل ځای کې هم دنده ترسره کړي.

د خصوصي پوهنتونونو ټولنې تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام