جلال‌اباد ښار کوچنی، خو ګڼه ـ ګوڼه یې زیاته ده، ځکه د ختیځ زون  څلورو ولایتونو سربېره د هېواد د ګڼو نورو سیمو خلک په کې مېشت او د تجارت او سوداګرۍ لپاره مرکزي ښار بلل کېږي.

په دې وروستیو کې جلال‌اباد ښاروالي د ښاري نظم لپاره لاس پلورونکو ته ځانګړي غرفې جوړ کړې چې پرمټ یې ډېری واټونه پرانیستل شوي، خو د ښار په یو‌شمېر سیمو کې لوی سوداګریز ګودامونه او هډې هغه څه دی چې ښاریان یې د ښاري نظم خرابوالي او ګڼې ګوڼې لوی لامل بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جلال‌اباد یوشمېر اوسېدونکي وایي، له دې سربېره د بارانونو پرمهال د ځينو لویو ویالو د بندېدو له کبله اوبه د سړکونو سر ته راوځي چې ښاریانو ته د ستونزو سربېره د سړکونو د تخریب لامل کېږي.

د جلال اباد اوسیدونکي محمد ایوب وویل: «د ښار په ځينو سیمو کې خپل سرې هډې دي ډریوران ښار کې ولاړ وي، هر ځای نه خپله هډه جوړه کړې. ډ‌ېر خلک مشخصو هډو ته موټرې نه وړي چې هلته ودرېږي د دې باید مخنیوی وشي او هر سړی دې خپلې اړونده هډې ته لاړ شي.»

له دې سربېره د لاس پلورونکو له‌خوا د توکو خرڅلاو په موخه د لوډسپېکرونو کارونه چې غږیزه ککړتیا يې رامنځته کړې، ډېری ښاریان یې دوی ته د مزاحمت لامل بولي او وایي نه یواځې دا چې دا ککړتیا د ښار مرکزي سیمو کې شته بلکې اوس د ناحیو کوڅو ته هم رسېدلې.

د جلال اباد اوسېدونکی انورالدین وویل: «یو خو دې خلکو رش جوړ کړی دی بل یې لاوډسپیکرونه لګولي که موبایل کې خبرو کوو هغه سمې نه شو اوریدلی که چا سره خبر کوې هغه سمې نه کېږي ډېر زیات ګڼه ګوڼه یې جوړه کړې»

خو د جلال‌اباد ښاروالي مسوولان وايي چې ټرانسپورټ او ټرافیکو ادارو سره په ګډه کار کوي، چې له ښار څخه هډې او نور لوی سوداګریز ګدامونه چې د بېروبار لامل شوي نورو سیمو ته ولېږدوي، چې پر مټ به یې نظم تر ډېره بریده برابر شي.

د یادې ښاروالي ویاند بختي جان مراد سلام‌وطندار ته وویل، هره ورځ د غږیزې ککړتیا د مخنیوي لپاره ګرځنده ټیمونه کار کوي او هغه وسایل ټولوي چې د ککړتیا لامل کېږي.

نوموړي وویل: «څلورمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې ځاینونه ټاکل شوي ګدام لروونکو ته وخت ورکړل شوی چې څو خپل اموال د ښار له مرکزي سیمو یادو ساحو ته انتفال کړي، دا چې د ښار مسوولیت ښاروالي لري، نو ترانسپورت ریاست سره په همغږۍ نو ښار په ځینو سیو کې شته هډې به په څو ورځو کې ویستل کېږي او په ناحیو کې چې له ښار لرې ورته کوم ځایونه ټاکل شوي هلته به لېږدول کېږي.»

د ښاروالي ویاند مراد زیاتوي د ښار په یو شمېر ناحیو کې یې پرمختیایي پروژې هم پیل کړي،  چې سړکونه، ویالي او ورته نورې چارې په کې شاملې دي. نوموړی وايي، د ملګرو ملتونو په ملاتړ به ۵۸ نورې ټولګټې پروژې هم پیل شي، چې عملاً یې د سروې، چارې رواني دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه  له ښاریانو هم غواړي، چې د ښار په نظم او پاک ساتلو کې له دوی سره له خپله اړخه هم پوره مرسته او همکاري وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام