بالامردیان دوه اوونۍ په اور کې؛ د جوزجان والي: پېریان د خلکو کورونه سوځوي

د جوزجان د فیض‌اباد ولسوالي د بالامردیان کلي کې د اورلګېدنې دوه اوونۍ وروسته د یاد ولایت محلي ادارې د خپرو شویو اوازو په لړ کې وايي، دوی له څېړنو وروسته موندلې چې پېریان دې سیمه کې د خلکو کورونو ته اور اچوي. مسوولان همداراز وايي، د اور د خپرېدو چټکتیا دومره ډېره ده چې دوی یې په مهارولو کې پاتې راغلې دي.

جلال‌اباد کې له ښاري بې‌نظمۍ د خلکو شکایت

جلال‌اباد ښار کوچنی، خو ګڼه ـ ګوڼه یې زیاته ده، ځکه د ختیځ  زون  څلورو ولایتونو سربېره د هېواد د ګڼو نورو سیمو خلک په کې مېشت او د تجارت او سوداګرۍ لپاره مرکزي ښار بلل کېږي. د جلال‌اباد یوشمېر اوسېدونکي وایي، له دې سربېره د بارانونو پرمهال د ځينو لویو ویالو د بندېدو له کبله اوبه د سړکونو سر ته راوځي چې ښاریانو ته د ستونزو سربېره د سړکونو د تخریب لامل کېږي.

روزګان کې د ښاروالي کارکوونکو اعتراض کړی

د روزګان د ترینکوټ ښاروالي لسګونه کارکوونکو نن ترینکوټ ښار کې د خپل ناوړه اقتصادي وضعیت له امله اعتراض وکړ او له اړوند ادارو او موسسو یې غوښتنه وکړه چې مرستې ورسره وکړي. اعتراض کوونکي وايي، د میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ معاش لري چې د توکو لوړو بیو ته په پام یې د ژوند اړتیاوې پرې نه‌شي پوره کولای. یو‌شمېر نور اعتراض کوونکي هم وايي چې ټوله ورځ د ښار پر پاکولو بوخت وي او نور کار-روزګار نه‌شي کولای.

د جوزجان والي: بالامردیان کلي کې طبیعي اورلګېدنه «الهي عذاب» دی

د جوزجان والي شعیب رسالت او د دغه ولایت د امنیې قومندان سراج‌الدین احمدي پرون د فیض‌اباد ولسوالي «بالامردیان» کلي د اورلګېدنې له امله زیانمنو شویو سره د مرستې او ډاډګېرنې په موخه دغه کلي ته سفر کړی دی. د نوموړي په وینا، بالامردیان کلي کې رامنځته شوې ستونزې ټول اندېښمن کړي دي.

 میدان‌وردګ کې سېلابونو یو روغتیايي مرکز په بشپړه توګه ویجاړ کړی

د میدان‌وردګ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د بېګاه شپې د سېلابونو راوتو له امله د سیداباد ولسوالي د «درې دواب» کلي روغتیايي مرکز په بشپړه توګه ویجاړ کړی دی. نوموړی زیاتوي چې له ولایتي روغتون څخه یې یادې سیمې ته سیاره روغتیایي ډله رسېدلې او زیانمنو خلک ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.