د کابل د دیارلسمې امنیتي حوزې امنیتي مسوولان وايي چې د دغه حوزې اړوند سیمه کې د شوې چاودنې له امله د ا.ا د دوو ځواکونو په ګډون څلور کسان ټپیان شوي دي.

امنیتي مسوولانو زیاته کړې چې ماین د برښنايي پېژندپاڼو د وېش یوه مرکز ته څېرمه په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و چې د چاودنې پرمهال یاده مرګ‌ژوبله رامنځته کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له دې وړاندې یوې سرچینې ویلي و چې په دیارلسمه حوزه کې له چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي و.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه کوم چا یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. له دې وړاندې د کابل په لوېدیځ کې د شویو چاودنو او بریدونو مسوولیت تر ډېره د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر غاړه اخیستی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام