د شبرغان ښار د دویمې حوزې د اکمال آمر ټرافیکي پېښه کې مړ شوی په جوزجان کې یوې امنیتي سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار د دویمې امنیتي حوزې د اکمال آمر تمیم چې په عبدالواحد فیضي پېژندل کېږي، په یوه ټرافیکي پېښه کې مړ شوی دی.
کابل کې چاودنې د ا.ا د دوو ځواکونو په ګډون څلور کسان ټپیان کړي د کابل د دیارلسمې امنیتي حوزې امنیتي مسوولان وايي چې د دغه حوزې اړوند سیمه کې د شوې چاودنې له امله د ا.ا د دوو ځواکونو په ګډون څلور کسان ټپیان شوي دي.