د کابل ښار له پرونۍ چاودنې وروسته د فاطمې او طیبې په لټون پسې سرګردانه ګرځي، د پېښې ځای ته ځي او روغتونونه یو په بل پسې لټوي، خو هلته یې هم څرک نه لیدل کېږي. شپه تېریږي او لا یې هم د کورنۍ غړي د لیدو تمه لري، عدلي طب ته له رسېدو سره سم ورته ویل کېږي چې طیبه او فاطمه په دې چاودنه کې وژل شوي دي. په عدلي طب کې دا جوتیږي چې د غوښې هغه شیندل شوې ټوټې چې د چاودنې له ځای څخه راټولې شوې وې، د فاطمې او طیبې سوځېدلي جسدونه دي.

فاطمه او طیبې نیږدې یوه میاشت وړاندې په افغان فلم کې د انیمیشن او د څېرې د طراح په توګه دنده پیل کړې وه چې د ماشومانو لپاره یې د «افغانستان د افسانو» په نوم پر یوې پروژې کار کاوه. دواړو د کابل پوهنتون د هنرونو په پوهنځي کې د لیسانس تر کچې زده‌کړې، کړې وې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغان فلم رییسه صحرا کریمي وایي: «یوه میاشت کېده چې د ازادې سیالۍ له لارې دغو بستوته بریالۍ شوې وې، یوه د انیمیشن او بله یې د څېرو د طراح په برخه کې دنده ترسره کوله، د افغانستان د رسنیو لپاره یې د یوه انیمیشن سریال پر پروژه کار کاوه.»

د طیبې کورنۍ وایي چې نوموړې د ښکلو هنرونو په برخه کې تازه د ماسټرۍ زده‌کړې پیل کړې وې او د زده‌کړو د دوام  او هېواد ته د خدمت لپاره یې لوړې هیلې درلودې.

 د طیبې تره محمد ایوب وایي چې هغې په ۱۱کلنۍ کې خپل پلار له لاسه ورکړ او غوښتل یې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي.

هغه وویل: «هغې غوښتل چې هم له خپلې کورنۍ څخه ملاتړ وکړي او هم خپل هېواد ته خدمت وکړي، مونږ یو ګل  له لاسه ورکړی د ټولو وضعیت ښه نه دی د خبرو کولو وس نه لرو، یوازې یوه غوښتنه لرو چې خدای دې د دغو ماشومانو له قاتلانو څخه خپله غچ واخلي.»



فاطمه کوژدن شوې وه او خپلې راتلونکې ته یې ډېرې هیلې درلودې. هغې په خپله فېسبوک‌پاڼه کې په خپل وروستي پوست کې لیکلي وو چې د ژوند ټولې ستونزې او ناخوالو ته په مسکا هرکلی کوي او پوهیږي چې راتلونکي یې ښه ده، هغې له انګیزې پرته ژوند دوزخ بللی و.

پرون له غرمې وروسته فاطمه او طیبه له خپل کار ځای څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د یوه کار لپاره ځي او له هغه وروسته کله چې غواړي خپلو کورونو ته ولاړ شي، په لاره کې یې موټر د ماین چاودنې ښکار ګرځي او د کور شپه یې په ګور کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام